لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فریډم هاوس: په پاکستان کې پوځ د رسنیو کنټرول غواړي


واشنګټن: د فریډم هاوس په نامه د رسنیو د څار یوې خپلواکې ادارې ویلي، په پاکستان کې پوځ او دولتي ادارې غواړي چې له قانوني او غیرقانوني لارو څخه رسني تر کنټرول لاندې راولي.

د فریډم هاوس له خوا په یو نوي خپور شوي راپور کې راغلي دي، د رسنیو ګڼو کارکونکو ته د داسې کسانو لخوا چې ځانونه د امنیتي ادارو کسان بولي ګواښ شوی چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ (پي ټي ام) په څېر مسلې به نه خپروي.

همدارنګه خبریالانو ته ویل شوي چې سیاسي مسلې به څنګه خپروي او دا ګواښ هم ورته شوی چې که د دوی غوښتنې و نه مني نو له ناوړه پایلو سره به مخ شي.

د راپور له مخې په ۲۰۱۷ کال کې په پاکستان کې د فساد او د حساسو سیاسي مسلو په اړه راپورونو ته زغم و خو په ۲۰۱۸ کال کې دا ازادي نه وه ځکه چارواکو هڅه کوله چې د څېړنیزو رسنیو مخه ونیسي.

په مارچ او اپرېل کې جیو ټي وي وروسته له هاغې په اکثرو برخو کې بند شو کله چې حکومت فکر وکړ چې دوی د دوی لخوا د بندیزونو دومره خیال نه ساتي.

راپور زیاتوي، ځینې کتونکي په دې باور دي چې د جیو ټي وي دغه بندېدل د پوځي چارواکو په غوښتنه شوی وو.

چارواکو د ډان ورځپاڼه په مې میاشت کې وروسته له هاغې تر خپل هدف لاندې راوسته کله چې دوی له نواز شریف سره خپله مرکه خپره کړه او امنیتي ادارو په شاخوا ۲۰ سیمو کې ددغې ورځپاڼې وېشل بند کړل.

په سپټمبر کې د لاهور هايي کورټ د ډان ورځپاڼې ژورنالست سېرل المایدا د اکزیټ کنټرول لسټ (اي سي ال) په نامه په هغه لست کې واچوه چې له هېواد څخه به بهر ته د وتلو اجازه نه لري.

همدا ډول یادې محکمې په مې میاشت کې له شریف سره د همدې مرکې له امله د هغه د نیولو امر ورکړی و.

د فریډم هاوس راپور زیاتوي، د پوځ لخوا ځینو ځانګړو سیمو ته ورتګ منع کړای شوی دی چې له امله یې د دغه ډول سیمو د حالاتو په اړه راپورونه نه خپرېږي.

په بلوچستان کې سیمیز خبریالان د چارواکو او بیلتون غوښتونکو د غوښتنو ترمنځ بند پاتې دي ځکه دوی وايي چې چارواکي ترې غواړي چې د بېلتون غوښتونکو فعالیتونه دې نه خپروي خو بېلتون غوښتونکي یې د حکومت پر پلوۍ ګواښي.

په دغه راپور کې د ژورنالستانو د ژغورنې د ادرې له خولې راخېستل شوي، چې د تېرو لسو کالو راهیسې په پاکستان کې ۲۲ خبریالان وژل شوي.

ددغو ټولو ستونزو له امله د پاکستان سکور د بیان د ازادۍ په برخه کې له دوه درجو څخه بېرته یوې ته راښکته شوې.

افغانستان:

د فریډم هاوس د راپور له مخې په افغانستان کې بیا رسنۍ په ځلېدو او غوړېدو دي او په ټولیزه توګه نه سانسور کېږي.

خو ژورنالستان پکې د داعش او طالبانو لخوا ګواښل کېږي او د هغو حکومتي چارواکو لخوا زورول کېږي چې غواړي څه ډول په خبرونو کې راڅرګند شي.

د ژورنالستانو د ژغورلو د کمیټي (سي پي جې) لخوا ویل شوي چې یواځې تېر کال ۱۳ خبریالان د خپل کار سره تړلو چارو پر وخت وژل شوي.

په دغه ډله کې هغه نهه ژورنالستان هم شامل دي چې په کابل کې د ۲۰۱۸ کال په اپرېل کې هغه وخت وژل شول کله چې د یوې چاودنې ځای ته د راپور ورکولو لپاره ورغلي وو چې دوهمه چاودنه پرې وشوه.

ترهګرې ډلې داعش ددغو خونړیو بریدونو پړه په غاړه اخیستې وه.

په نړۍ کې د بیان ازادي په کمېدو ده

د فریډم هاوس په نامه د رسنیو د څار یوې خپلواکې ادارې ویلي، له مرکزي اروپا څخه تر امریکا پورې په ازادو ټولنو کې هم د رسنیو د خاموشه کولو هڅې کېږي.

راپور وايي، دا ډېره خواشینونکې ده چې د ټرمپ د ادارې لخوا هم په ژورنالستانو او رسنیو باندې نیوکې او بریدونه کېږي.

ټولواک مشران چې د خپلواک ژورنالیزم مخه نیسي لا هم په واک کې دي خو د ددغه راپور له مخې په کمزورو ډیموکراسیو کې د دغه مخنیوي لپاره له نویو لارو چارو هم کار اخېستل کېږي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG