لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایت الله خامنائ:ایران به کله هم دصدر ټرمپ دخبرو په وړاندیز تیر نه وځي


دایران لارښود ایت الله علي خامنائ ویلي تهران به کله هم د امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ دمزاکراتو په وړاندیز تیر نه وځي اؤ خپل میزائیلي پروګرام به نه بندوي.

دایران د ستر مشر ایت الله خمیني د۳۰م تلین دستورې ته خپله وینا کې ایت الله خامنائ ویلي دامریکا لخوا په ایران لګول شوؤ بندیزونو د ایراني ولس ستونزې سیوا کړي اؤ باید دایران دولت د اقتصادي وضعیت ښه کولو دپاره ګامونه واخلي.

دتیرې میاشتې په وروستیو کې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ یو وارې بیا ایران ته د خبرو وړاندیز کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې امریکا د روس او چین ترڅنګ ایران سره هم د معمول اړیکې لرلی شي.

په داسې حال کې چې د ایران او امریکې اړیکې په دې وروستیو کې سختې تاوژنې شوي دي او امریکې په خلیج فارس کې په خپل پوځي قوت کې اضافه کړې ده، صدر ټرمپ ایران ته دخبرو د وړاندیز په مهال ویلي وؤ “که چېري هغوي (ایراني رهبران) خبرې کول غواړي، زه حاضر یم"

صدر ټرمپ تر دې وړاندې هم ایران سره د خبرو خواهش څرګند کړی ؤ خو ایراني مامورینو تر اوسه د خبرو نه ډډه کړې ده او په صدر ټرمپ یې تور لګولی چې حالات یې د جنګ په لوري روان کړي دي.

دامریکا دپخوانی‌ صدر باراک اوباما د واکمنۍ په دوره کې ایران سره دشوي اټومي تړون په اساس ایران خپلې اټومي هلې ځلې محدودې کړې وې چې دهغې په بدل کې ترې امریکا اؤ نړیوالې ټولنې اقتصادي بندیزونه لرې کړي وؤ.

خو دصدر ټرمپ حکومت تیرکال په یو اړخ ډول ایران سره دشوي اټومي تړون نه ځان بهر کړو اؤ دهغې راپدیخوا د دواړو هیوادونو اړیکې خړې شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG