لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایي ایم ایف:دامریکا اؤ چین سوداګریزې شخړې نړیوال اقتصاد ته خطره پېښه کړې


نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف دامریکا اؤ چین ترمینځ روانه تجارتي شخړه خطرناکه بللې اؤ ویلي یې دي امریکا ته دچین سره دغه جنجال هوارول پکار دي ځکه چې ددې له امله نړیوال معیشت خطره پېښه ده.

امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ دچین نه په راتلونکو سامامونو د اربونو روپو ټیکس یا ګمرک اېښودی دی اؤ تیره اوونۍ یې دمیکسیکو نه امریکا ته دتلونکو ناقانونه کډوالو په ضد دعملیاتو نه کیدلو صورت کې امریکا ته په وروړونکو ټولو سامانونو ټیکس کې د اضافې کولو ګواښ کړی ؤ.

دنړیوال خبري اژانس رائټرز له مخې امریکا دپاره د نړیوالې مالیاتي ادارې مشر یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې تیره ورځ ویلي دامریکا دلوري په ورتلونکو سامانونو ټیکسونو کې اضافه اؤ نور اخستل شوي ګامونه نړیوال سوداګریز نظام کمزوری کوي.

پخپل راپور کې ایي ایم ایف محصولاتو کې داضافې دلارې دنړیوالو سوداګریزو اړیکو دځپلو په هڅو کلکې نیوکې کړي دي.

دایي ایم ایف مشر ویلي دامریکا مالیاتي اداري ادارو په مالیاتي نظام کې د سیوا شوؤ ګواښونو دمینځه وړلو دپاره کار نه دی کړی چې له امله یې امریکایي اقتصاد ته سخته ضربه رسیدلی شي.

ایي ایم ایف دامریکایي تګلارو په ارزولو سره دا هم ویلي چې سږکال دامریکې داقتصادي کچې د۲.۶فیصده لوړیدلو احتمال شته.

دغه مالیاتي ادارې ویلي دامریکا مالیاتي نظام دخطر په لوري روان دی اؤ دتجارتي شخړو له امله سرمایه کاران پرېشانه دي اؤ له دې امله مالي وضعیت اغیزمن کیدلی شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG