لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاکستان حکومت وزیرستان کې دپوځي افسرانو دوژنې پړه په علي وزیر اؤ محسن داوړ وراړولی ده


فردوس عاشق اعوان

دپاکستان حکومت تیره ورځ شمالي وزیرستان کې په یوه چاودنه کې د درېوؤ پوځي افسرانو په ګډون دڅلورو عسکرو د وژنې پېښه افسوسناکه بللې ده اؤ ددې پړه یې د پي‌ ټي ایم په مشرانو ممحسن داوړ اؤ علي وزیر ور اړولې ده .

خو دپښتون ژغورنې غورځنګ وایي چې دپاکستان ریاست نه وار و پار خطا شوی اؤ دترهګرۍ ختمولو پځائ یې ټول کار د پي ټي ایم د مشرانو اؤ ورکرانو زورولو،نیولو اؤ تنګولو ته ویلی دی.

تیره ورځ دشمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې دپوځیانو یو ګاډی په مائن الوځول شوی ؤ چې پکې دپوځ درې لوړ رتبه افسران اؤ یو عسکر وژل شوي اؤ درې نور سخت ژوبل شوي وؤ.

داطلاعاتو دچارو دپاره دپاکستان د وزیراعظم ځانګړې استازې فردوس عاشق اعوان ددغه پېښې نه وروسته دپاکستان یو شخصي ټيلي ویژن (جیو) ته ویلي دا یو ذهنیت ؤ چې هاغه مهال یې د ترهګرو خلاصولو هڅه کې زمونږ په پوځ برید کړی ؤ.

فردوس عاشق اعوان وایي که چرې هغه وخت دا ترهګر نه وؤ بچ کړل شوي نو مونږ به تر دوئ رسیدلي وؤ اؤ دا بده پېښه به نه رامخې ته کیدله.

تر دې وړاندې پوځ تور لګولی ؤ چې دمئ دمیاشتې په ۲۴مه نیټه دشمالي وزیرستان په خړ کمر امنیتي پوسته د محسن داوړ اؤ علي وزیر په مشرۍ یو شمیر خلکو دترهګرو خلاصولو دپاره په پوځ برید کړی چې پکې پینځه عسکر ژوبل شوي .

خو دپښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د پوځ دا تور رد کړی اؤ دعوه یې کړې ده چې پوځیانو دپي ټي‌ ایم په یوه بې وسلې احتجاجي قافله نیغ په نیغه ډزې کړي چې پکې ۱۳ کسان وژل شوي اؤ ۳۵نور ژوبل شوي دي.

دخړ کمر د پېښې په مهال اپوزیشن ګوندونو هم د پي ټي ایم ملاتړ کړی ؤ اؤ دریځ یې خپل کړی ؤ چې پوځ ته پخپلو خلکو ګولۍ ورول نه ؤؤ پکار خو دوزیراعظم داطلاعاتو استازې وایي اوس د اپوزیشن هغه نادان ملګري چرته دي اؤ قام ته به څه ځواب ورکوي؟

د فردوس عاشق اعوان په وینا “د وزیرستان په پېښه کې د قام اتلان ترهګرو په نخښه کړي دي،دهغوئ په ګاډو کې یې چاودیدونکي توکي اېښودي وؤ. اؤ ددې هرڅه ترشا دمحسن داوړ اؤ علي وزیر لاس دی چې په افغان ایجنډه روان دي”

هغې تور لګولی چې ددې پېښې ذمه واري په محسن داوړ ،علي وزیر اؤ دهغوئ په ډله راځي ،که هغوئ هغه وخت دعملیاتو مخه نه وه نیولې اؤ په امنیتي پوسته یې برید نه ؤ کړی نو سیمې څخه به دترهګرو نوغی ویستل شوی ؤ اؤ دا پېښه به نه رامنځته کیدله.

دفردوس عاشق اعوان په دغه تورونو دپي ټي ایم دمرکزي کور کمیټې غړې میرمن ثناء اعجاز وائس اف امریکا ډيوه ته ویلي چې پي ټي ایم هیڅکله دترهګرو د ژغورلو هڅه نه ده کړې بلکې دترهګرۍ په ضد یې غږ پورته کړې دی.

دهغې په وینا "مونږ خو په هر شکل کې دترهګرۍ غندنه کوؤ اؤ په ضد یې راپاڅیدلي یو، دغه ترهګري که طالب کوي ، که پوځي یې کوي اؤ که نور څوک مونږ یې تر ټولو سخت مخالف یو"

ثناء اعجاز زیاته کړه دپاکستان ریاست نه وار پار خطا شوی،پځائ ددې چې ترهګر ختم کړي دوئ کله د پي‌ ټي ایم فعالین وژني،کله پرې مقدمې جوړوي اؤ یې زندانونو ته اچوي.

هغې وویل مونږ خو چې دا دومره قربانۍ ته غاړه اېښې ده د امن له خاطره مو اېښې ده ،مونږ هیڅکله د ترهګرۍ اؤ وسله والې مبارزې طرفدار نه یو،زمونږ ډیر مهم غړی ارمان لوڼی ووژل شو، په هغې مو وسله راپورته نکړه نو اوس به ولې وسله راپورته کوؤ.

ثناء اعجاز وایي دکله نه چې پوځی ویاند پخپل وروستي مطبوعاتي کانفرنس کې اخطار کړی چې نور د پي‌ ټي ایم وخت ختم دی دهغې راپدیخوا په ټي‌ ایم دظلمونو لړۍ چټک کړل شوې ده اؤ په څه نا څه بهانه ورته اوبه خړول کیږي.

تیره اوونۍ دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین هم پېښور کې دپي ټي‌ ایم احتجاجي پرلت ته پخپله وینا کې ویلي وؤ‌ “دا منو چې پوځيان وژل شوي دی او دوي وايي چې ترهګرو وژلي نو سوال دا دی چې ترهګر چا جوړ کړي وو؟ "

هغه ویلي وؤ "ترهګر خو ستا پوځي مشر کرنل امام او نورو جوړ کړي نو د دې مطلب دا دی چې دا پوځيان ستاسو پاليسيانو وژلي دي”

خو دپاکستان پوځ بیا دپي‌ ټي ایم دا تورونه په کلکه ردوي اؤ وایي دترهګرۍ په ضد جګړه کې دعام ولس ترڅنګ پوځ زیاتې قربانۍ ورکړي اؤ پي ټي ایم د غلیم هیوادونو په وینا د پوځ په ضد پروپیګنډه کوي

XS
SM
MD
LG