لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:څو "دښمنه عناصر" دقبائیلي سیمو تورزن ولس تیرباسي


دپاکستان وزیراعظم عمران خان شمالي وزیرستان کې دمائن په یوه چاودنه کې دپوځي افسرانو په وژنه خپل غبرګون کې ویلي څو د”ښمنه عناصر” دقبائیلي سیمو تورزن ولس تیرباسي.

دخالي په ورځ دفیس بک پخپله رسمي پاڼه ښاغلي عمران خان لیکي دي چې ریاست به هاغو عناصرو ته په امن کې دخنډانو راولاړولو اجازه ورنکړي څوک چې قبائیلي اولس تیر باسي.

پخپل لنډ بیان کې عمران خان نه ده واضحه کړې چې “دښمن عناصر” یې چاته ویلي خو دعمران خان ددې بیان مخې ته له راتلو وړاندې داطلاعاتو دچارو په هکله دهغه معاونې فردوس عاشق اعوان د شمالي وزیرستان دپېښې پړه دپي‌ ټي ایم په مشرانو علي وزیر اؤ محسن داوړ ور اړولې ده.

تیره ورځ دشمالي وزیرستان د میرانشاه په ډوګه مچه مداخیل خړکمر سیمه دمائن په یوه چاودنه کې دپوځ درې لوړ رتبه افسران اؤ یو عسکر وژل شوي اؤ درې نور سخت ژوبل وؤ.

پوځ وایي چې دتیرې یوې میاشتې په مهال شمالي وزیرستان کې دترهګرو بریدونو کې ۱۰پوځیان وژل شوي ا‌ ۳۵نور ژوبل شوي دي.

وزیراعظم عمران خان خپل بیان کې دپوځ قربانیو ته پیرزوئنې وړاندې کړي اؤ ددغه پېښې دقربانیانو کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

دجمعې په ورځ شمالي وزیرستان کې په پوځ دشوې بمي چاودنې پړه دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې اؤ ویلي یې دي هغوئ‌ دداسې رقم بریدونو په کولو سره دخپلو وژل شوؤ ملګرو بدله اخلي.

دپي ټي ایم دمرکزي شورا غړې ثنا‌ء اعجاز د حکومت له اړخه دشمالي وزیرستان دتازه پېښې په اړوند لګیدلي تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي دپښتون ژغورنې غورځنګ یو پرامنه تحریک دی چې هیڅکله دترهګرۍ ملاتړ نه کوي.

ثناء اعجاز وائس اف امریکه سره خبرو کې تور لګولی چې دپاکستان ریاست نه وار پار خطا شوی اؤ دترهګرو په ځائ دامن دپاره غږ پورته کوونکي په نخښه کوي چې دا یو ناوړه عمل دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG