لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دښځینه لوبغاړو په جنسي ځورونه کرام الدین تل دپاره دفوټبال اړوند فعالیتونو نه منعې کړل شو


دافغانستان دفوټبال دفدراسیون په پخوانی مشر کرام الدین کریم تور پورې شوی چې د خپلې دندې پرمهال یې دقانون خلاف کړنې ترسره کړي او دښځینه لوبغاړو په جنسي ځورونه کې ککړ دی.

د فوټبال نړال فدراسیون دهمدې تورونو له امله دافغانستان دفوټبال فدرارسیون مشر یو میلیونه ډالره جریمه کړی او پرهغه یې داسي بندیزلګولی چې نوموړی هیڅ وخت نه شي کولی دفوټبال په برخه کې بیا فعالیت ترسره کړي.

ددې نړیوال فدراسیون داخلاقي کمیټې قضايي برخې په یوه تازه بیان کې ویلي په کرام دین کریم جریمه او د فوټبال په چارو کې دهغه په فعالیت بندیزد شواهدو پربنسټ لګیدلی.

په بیان کې راغلي دافغانستان دفوټبال پینځه ښځینه لوبغاړو له ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۱۳ کلونو په منځ کې څو کرته ادعا کړې وه چې کرام الدین کریم دلوبغاړو په جنسي ځورنه کې لاس لري.

خپله د فوټبال فدراسیون پخواني مشر ددې تورونو په تړاو تازه څه نه دي ویلي خو وړاندې یې دا ډول تورنه رد کړي وؤ.

یو شمیر پخوانیو ښځینه لوبغاړو کرام الدین کریم سره د دې تورونو په تړاو دقانوني چلن غوښتنه کړې او له افغان حکومت څخه غوښتنه شوې چې قانون پرې پلی کړي.

نزدې یو کال وړاندې دهمدې موضوع په تړاو کله چې دفوټبال په فدراسیون کې د جنسي ځورونې خبرونه خپاره شول دافغانستان لویې څارنولۍ څیړنې پیل کړې او د فدراسیون په پخوانی مشریې له افغانستان څخه د وتلو بندیزهم لګولی و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG