دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني دشانګهاي دهمکاریو دسازمان غونډه ته پخپله وینا کې د نړیوالې ټولنې څخه هیله کړې ده چې افغانستان کې باید دسولې دپاره بین الافغاني خبرو اترو ته زمینه برابره کړي.
دقرغیزستان په پلازمینې بشکیک کې دشانګهاي دهمکاریو سازمان په پرونی ناسته کې ګډون کوونکو هیوادونو موافقه وکړه چې دسیمې دامنیت پراختیا ته به زیاته توجه کیږي.
د دې سازمان په غونډه کې یوه ګډه اعلامیه خپره شوه او په هغې کې دسیمې دامنیت په لاټینګښت کې دهمکاریو په زیاتوالي ټینګار شوی.
غونډې ته پخپله وینا کې ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې دافغانستان دسولې هڅې باید همغږي وي.
نوموړي دافغان سولې د روانو هڅو دپاشل کیدو اندېښنه وښودله اؤ وئ ویل دسولې د هڅولپاره باید سیمه ییزه او نړیواله اجماع جوړه شي.
اشرف غني دې ناستې ته په وینا کې وویل دسولې روانه پروسه کې دخبرو لپاره یوه داسې تګ لاره باید جوړه شي چې دهغې په اساس دسولې هڅې په هغږۍ ترسره شي.
ولسمشر ویلي دافغانستان سیاسي کړکیچ دحل لپاره دامریکا متحدو ایالتونو لخوا په پیل شویو هلوځلو باور لري خو په خبره یې که سمه ییزه همغږي رامنځته نه شي د سولې خبرې به زیات وخت ونیسي.
همداراز دافغانستان ولسمشر د دې سازمان په پرونی ناسته کې وویل چې ترهګرې ډلې د ټولې سیمې په زیان دي او دغونډې له ګډون والو یې وغوښتل چې پرضد یې په خپلو کې یووالی وساتي.
ولسمشراشرف غني د شانګهاي سازمان دغونډې له هغو ویناوالو مننه وکړه چې دافغانستان شخړې په سوله ییز هواري یې ټنګار وکړو.
اشرف غني له دې سازمان نه هیله څرګنده کړه چې دبین الافغاني خبرو اترو ته زمینه برابره کړي ترڅو دسولې دخبرو لپاره دافغان حکومت په مشوره یوه ګډه تګلار رامنځته شي.
دافغان حکومت لخوا دشانګهاي همکاریو دسازمان دسولې په پروسه کې دهمکارۍ غوښتنه په داسې حال کې وشوه چې دافغان سولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دسیمې او اروپا هیوادوتو ته په سفر راوتلی دی اؤ هیله کیږي ډیر زر به په قطر کې دطالبانو سره وګوري.
کابل —
1