لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د ډالر نرخ دتاریخ لوړې کچې ته رسیدلی


پاکستان کې د روان اقتصادي کرکیچ له امله د پاکستانۍ روپۍ د نرخ غورځېدلو لړۍ پرله پسې دوامداره ده اؤ د دوشنبې په ورځ په دغه هیواد کې د بانکونو دننه دیو ډالر نرخ ۱۵۷روپیو ته رسیدلی دی.

دپاکستان په تاریخ کې دا لمړی ځل دی چې دامریکایي ډالر مقابله کې دپاکستاني روپۍ نرخ دومره ښکته تللی دی.

دتیرو څو میاشتو په مهال دیو امریکایي ډالر په مقابله کې دپاکستاني روپۍ نرخ ۲۰روپۍ پریوتی اؤ داقتصادي چارو څېړونکو وایي چې ایي ایم ايف سره د پاکستان دشوي تړون له مخې به حکومت په مارکیټ کې د ډالر دنرخ ختلو مخه نه نیسي.

د ډالر په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ قدر په داسې حال کې راټيټ شوی چې په وروستيو کې د پاکستان د غېر ملکي زر مبادله په ذخيرو کې ۵۵ ملينه ډالره کمی راغلی دی او دا پېسې د بهرنيو قرضونو د سود په مد کې ورکړی شوي دي.

پاکستاني رسنۍ د ونډو د بازار په حواله وايي چې په وروستيو کې په تېرو درېو اوونيو کې ۴۰ ملينه ډالره بېنکونو ته ورکړی شوي دي چې په ملک کې د ډالر زيات مقدار ښايي خو بيا هم ويلی کيږي چې د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره د لوظنامې په شرطونو کې يو دا شرط هم شامل ؤ چې مرکزي بېنک به د روپۍ په بيعه کې لاس وهنه نه کوي.

د راپورونو ترمخه په تېرو دوه اوونيو کې د اختر په شپو ورځو کې پاکستان ته په بهرنۍ زرمبادله کې د ۱۵ نه تر ۲۰ فيصدو پورې سېوا والی راغلی ځکه چې د بهر هېوادونو خلکو زياتې پېسې ملک ته رالېږلي دي خو باوجود د دې روپۍ بيا هم د فشار سره مخ ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG