لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا منځني ختیز ته دخپلو نورو سرتیرو دلېږلو اعلان کړی


امریکا ایران څخه دڅېلمه ګواښونو له امله دخپلو نورو ۱۰۰۰ سرتیرو منځني ختیز ته دلېږلو اعلان کړی اؤ ویلي یې دي چې دا پوځیان ددفاعي مقصدونو دپاره منځني ختیز ته لیږل کیږي.

د دوشنبې په ورځ پینټاګون څخه خپور شوي یو بیان کې دامریکا ددفاع سرپرست وزیر پیټرګ شناهن ویلي په خلیج عمان کې د تیلو په ټانکرو اوسنیو بریدونو څخه د ایراني پوځ له اړخه سیمه کې امریکایي ګټو ته څېلمه ګواښونه په ډاګه شوي دي.

تراوسه په ډاګه شوې نه ده چې منځني ختیز ته لیږل کیدونکي دا نوي سرتیري به په کوم مقام ځائ پځائ کولی شي خو په زیاترو خلیجي هیوادونو کې امریکا دائمي پوځي اډې لري اؤ احتمال ښودل شوی چې دا ۱۰۰۰ سرتیري به هم په دغو اډو کې پرځائ کړل شي.

دتیرې یوې میاشتې په مهال دا دوهم وار دی چې امریکا منځني ختیز ته دخپلو نورو سرتېرو دلیږلو اعلان کړی دی.

تر دې وړاندې د مئ میاشت کې هم دمتحده عرب امارات د سمندر دغاړې سره نزدې دتیلو په څلور ټانکرو له بریدونو وروسته امریکا اعلان کړی ؤ چې سیمې ته به خپل نور ۱۵۰۰ سرتیري لیږي.

له دغه برید وړاندې ایران سره دتاؤ تریخوالي له امله امریکې خپله یوه سمندري بېړه اؤ ګڼ شمیر میزائیل منځني ختیز ته لیږلي وؤ.

امریکې دتیلو په ټانکرو د شوؤ دواړو بریدونو تور په ایران لګولی دی خو دایران حکومت دا تور رد کړی دی.

دامریکې له لوري تیره میاشت دایران څخه د تیلو په اخستلو دقدغن اېښودل کیدلو له امله سیمه کې وضعیت زیات تاؤژن شوی اؤ اؤ د دواړو هیوادونو ترمینځ دنیغ په نېغه جګړې اندېښنې په سیوا کیدو دي.

پرون دوشنبه ایران په کال ۲۰۱۵م کې د شوي اټومي تړون د یوې بلې مادې څخه د سرغړونې اعلان کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې راتلونکې اوونۍ کې به د اټومي څرې یا یورینیمو ذخیره له ټاکلي حد څخه سیوا کړي.

دایران دایټمي توان د ادارې ویاند ددې مطبوعاتي کانفرنس په وخت پخلی کړی ؤ چې ایران د اټومي څرې په پخولو کې څلورچنده اضافه کړې ده اؤ په راتلونکو لسو ورځو کې به د پخې اټومي‌ څرې په لاس کې دلرلو هغه حد څخه ور واوړي چې په نړیوال تړون کې یې ښودنه شوې ده.

دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ایران سره دشوي اټومي تړون څخه تیرکال ځان جلا کړی ؤ اؤ په ایران یې هغه قدغنونه یوځل بیا اېښودلي وؤ چې ددغه اټومي تړون څخه وروسته ترې امریکا پورته کړي وؤ.

ایران په دغه تړون کې د شریکو نورو پینځوؤ نړیوالو طاقتونو چین،روس، برتانیې ،فرانس اؤ جرمني څخه پرله پسې غوښتنې کوي چې قدغنونو څخه دایران د ژغورنې اؤ داټومي تړون پځائ ساتلو دپاره خپل رول ولوبوي.

تیره میاشت دایران صدر حسن روحاني په دغو پینځوؤ واړو هیوادونو غږ کړی ؤ چې په دوؤ میاشتو کې دننه دخپلې ژمنې له مخې باید دایران د تیلو صعنت اؤ دبینکارۍ څانګې دقدغنونو څخه وژغوري ګنې ایران به هم ځان له اټومي تړون جلا کړي.

داټومي انرژۍ نړیوالې ادارې هم پخلی کړی دی چې ایران دخپلې اټومي څرمې مقدار سیوا کړی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG