لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند پاکستان سره مذاکراتو ته امادګي ښودلې،خو وایي وړومبی به په ترهګرۍ خبرې کیږي


دپاکستان لخوا هند سره په ټولو معاملو دخبرو دلړۍ دبیا پیل کولو دغوښتنې په ځواب کې هند پاکستان سره مزاکراتو ته امادګي ښودلې خو ویلي یې دي په دغو خبرو کې دې دترهګرۍ معاملې ته ځانګړې پاملرنه وشي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان د روانې میاشتې په پیل کې دهند وزیراعظم نریندرا مودي ته په دویم ځلي دوزیراعظم غوره کیدو دمبارکۍ ورکولو یو لیک کې غوښته کړې وه چې باید هند اؤ‌ پاکستان دخپلو ټولو شخړو دهواري دپاره یو بل سره بیا دخبرو اترو لړۍ پیل کړي.

همدغه شان دپاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم خپل هندي سیال سبراهمنیام جی شنکر ته دمبارکۍ استول شوي لیک کې دشخړو هواري دپاره دمزاکراتو په پیل کولو ټینګار کړی ؤ.

د زیارت په ورځ پاکستاني رسنیو د بهرنیو چارو ددفتر د سرچنیو له خولې ویلي چې دهند صدر اعظم نریندرا مودي اؤ دبهرنیو چارو وزیر جی شنګر دپاکستاني چارواکو لیکونو ته مثبت ځواب ویلی اؤ پخپلو ځوابي لیکونو کې یې خبرو اترو ته امادګي ښودلې ده .

سرچینې وایي چې دهند وزیراعظم اؤ دبهرنیو چارو وزیر پخپلو لیکونو کې پاکستان ته واضحه کړې ده چې هند سیمه کې امن اؤ پرمختیا ته لیواله دی اؤ ددې غرض دپاره د سیمې ټولو هیوادونو سره غوره اړېکې غواړي.

هندي چارواکو زیاته کړې ده چې پاکستان سره خبرو ته تیار دي خو په کیدونکو خبرو کې باید دترهګرۍ معالمې ته ځانګړی پام وګرځول شي

هندي چارواکې د یوې اوږدې مودې راهسې پاکستان دترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوي اؤ وایي دپاکستان دننه ترهګرې ډلې خپلې خوندي ځالې لري.

خو پاکستان دهند دا تورونه ردوي اؤ دترهګرۍ په ضد جګړه کې تر ټولو درنې قربانۍ اسلام اباد ورکړي دي.

په دې وروستیو کې د هند اؤ پاکستان اړېکې وروسته له هغې زیاتې تاؤژنې شوې چې د فرورۍ په میاشت کې دهند په پلوامه سیمه کې په هندي عسکرو دشوي ځانمرګي برید پړه پاکستان کې ناچله ګرځول شوې ډلې جیش محمد پغاړه واخسته.

هند ددغه برید پړه په پاکستان ور اړولې وه اؤ دځوابي وار په توګه یې دخیبر پښتونخوا په بالاکوټ سیمه کې د تندلارو په یو مرکز د هوایي بریدونو دعوه کړې وه.

همدغه راز پاکستان هم دهند د دوؤ جنګي الوتکو د رانسکورولو دعوه کړې وه، خو ددې ترڅنګ دداړو هیوادونو دپوځیانو ترڅنګ په پوله هم نښتې شوې وې چې پکې دواړو خواؤ یو بل ته د درنو زیانونو اړولو دعوې کړې وې.

هند او پاکستان تر دې دمه یو بل سره درې غټ جنګونه او یو شمیر وړې جګړې کړي او په وروستیو کښې د دوي دایټمي وسلو زغل نور هم چټک شوی دی.

دواړه ګاونډي هیوادونه د ١٠٠ څخه زیات ایټمي بمونه لري او د دغه بمونو یو بل باندې د غورځولو لپاره د زمکې، هوا او د اوبه دلارې ذریعې پیدا کوي.

هند تیر کال خپله نوې جنګي تګلاره هم اعلان کړې وه چې ترمخه یې دوي ویل د جنګ په صورت کښې به پاکستان باندې د ایټمي وسلې برید وړومبې دوي کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG