لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کونړ: په چپې درې ولسوالۍ کې په نښته کې د څلورو پاکستانيانو په ګډون ۳۵ داعشیان او ۱۶ طالبان وژل شوي


د پاکستان سره پولې ته څېرمه د افغانستان ختیځ کونړ ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې داعش او طالبانو ترمنځ جګړه شوې چې له امله یې د داعش ډلې د څلورو پاکستانيانو په ګډون ۳۵ داعشيان او د طالبانو۱۶ تنه وسله وال وژل شوي دي.

د کونړ والي ویاند عبدالغني مصمیم وي او ای ډیوه ته وویل چې دوه میاشتې وړاندې د چپې درې ولسوالۍ یو شمېر غريئزه سیمې له طالبانو داعش وسله والو نیولې وې خو په تیرو دو ورځو جګړو کې طالبانو یادې سیمې بیرته له داعش وسله والو ونیولې.

نوموړی وویل (دېګل،کړنګل د چپې درې ولسوالۍ اړوند اووه واړه کلي دي د داعش وسله والو څخه طالبانو نیولي دي او هغه معلومات چې مونږ ته له دې جګړو په لاس راغلي دي ۳۵ تنه داعش وسله وال او ۱۶ تنه طالبان وژل شوي دي).

د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ ولسوال خلیل الله خلیلي وي او ای ډيوه ته وویل په وژل شوو داعش وسله والو کې څلور پاکستاني او څلور نور ازبک جنګیالي شامل دي.

ولسوال وویل د دېګل دره په بشپړه توګه طالبانو له داعش وسله والو پاکه کړې ده او په وېنا یې طالبان هڅه کوي چې د چپه دره په بشپړه توګه له داعش ډلې پاکه کړي.

خلیلي وايي، په تېرو دوه ورځو کې د طالبانو او دعش ډلې ترمنځ په شوې جګړه کې دروح الله نوري په نوم د طالبانو یو مشهور قومندان په ګډون ۱۴ تنه طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

ولسوالۍ ویلي په هغو سیمو کې چې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه شوې حالت په کې ترینګلي دي خو تر اوسه ځایي خلک له خپلو سیمو نه دي بې ځایه شوي.

د کونړچپې درې ولسوالۍ په غرئيزو سیمو کې د طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ جګړه په همداسې حال کې شوې چې نزدې درې میاشتې وړاندې د همدې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د همدې ډلو ترمنځ د شوې جګړې په پایله کې نزدې درې زره کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG