لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پمپيو وايي، هيله لرو د ستمبر نه وړاندې د افغانستان د سولې خبرې وشي


د امريکې د بهرنيو چارو وزیر مايک پمپيو د نهې، سه شنبې په ورځ د افغانستان د سفر په مهال ويلي د ټرمپ انتظاميه هيله لري چې د ستمبر پورې د افغانستان د سولې خبرې وشي.

نوموړي دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په ۲۹ جون په قطر کې د خبرو بل پړاؤ ټاکل شوی دی.

پمپيو په کابل کې د افغانستان په سفارتخانه کې خبريالانو سره په خبرو کې ویلي، "زه هيله لرم چې د ستمبر د لومړۍ نېټې نه وړاندې د سولې خبرې وشي کوم چې زمونږ مشن يا هدف دی".

د ستمبر په ۲۸ په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخابات ټاکل شوي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې لومړیتوب دغو خبرو ته ورکول کيږي چې امریکا او نړيوال ځواکونه د افغانستان څخه ووځي او په بدل کې يې دا باور ورکړی شي چې د طالبانو د ولقې لاندې علاقې به د بل هېواد پرضد د ترهګرۍ دپاره نه کاريږي.

طالبان په افغانستان کې د نيمې نه زیاته علاقه کې په ولقه کې لري.

پمپيو ويلي، "مونږه په حقيقت کې (په خبرو کې) پرمختګ کړی دی او نزدې تيار يو چې طالبانو سره خبرې په ليکلې بڼه تيارې شي چې دوي د افغانانو سره شي او يقيني کړي چې افغان خاوره به کله هم د ترهګرو دپاره خوندي ځای ونه ګرځي".

هغه ويلي طالبانو سره د بهرنيو ځواکونو په وتلو خبرې پېل شوي خو دا رښتيا نه دي چې وسله والو ادعا کړې چې واشنګټن ورسره د افغانستان څخه په وتلو موافق شوی دی.

"مونږ طالبانو ته ښکاره ويلي دي چې مونږ وتلو ته تيار يو خو زه دا خبره واضحه کول غواړم چې مونږ ورسره په دغه اړوند په وخت نه يو موافق شوي".

پمپيو په داسې حال کې د کابل سفر کړی چې په کابل کې مخالفه ګوندونو په غټه کچه ولسمشر اشرف غني ته د سپريم کورټ لخوا د هغه د صدارت د مودې غځولو پرضد احتجاجي مظاهره راجوړه کړې وه.

دوي غوښتنه لري چې د اشرف غني پينځه کاله موده پوره شوې او اوس دې چوکۍ پرېږدي.

پمپيو ويلي، په افغان دولت، خپلواک الېکشن کمېشن، او په ټولو سياسي ګوندونو غږ کوم چې د باوري انتخاباتو دپاره ټول اړين ګامونه پورته کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG