لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داشرف غني سفر: اسلام اباد د کابل سره څه ژمنې کړي دي ؟


څېړونکي وایي پاکستان ته د افغان ولسمشر اشرف غني په اوسني سفر کې به افغان لوری تر ټولو زیات زور په دې خبره راوړي چې پاکستان باید طالبان افغان دولت سره نیغ په نیغه خبرو ته کښینوي.

په پاکستان کې یو لوړپوړي افغان سفارتي چارواکي وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي دپاکستان حکومت اؤ دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه ولسمشر غني ته له دې سفر نه وړاندې دډیرو ستونزمنو چارو د هواري باور ورکړی اؤ هیله ده چې اسلام اباد ته د اشرف غني وسنی سفر به د دواړو هیوادونو په ګټه تمام شي.

دافغانستان ولسمشر اشرف نن پنجشنبه پخپل دوه ورځني سفر اسلام اباد ته رسیدلی اؤ دغلته یې دپاکستان د صدر ډاکټرعارف علوي، وزیراعظم عمران خان ، دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي اؤ نورو چارواکو په مهمو چارو خبرې اترې کړي دي.

اسلام اباد ته خپل دا تازه سفر افغان ولسمشر اشرف غني په داسې حال کې کوي چې امریکا طالبانو سره په قطر کې د سولې په خبرو بوخته ده اؤ په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی مشتاق یوسفزی وایي چې په دغو مزاکراتو کې اوس امریکا دې ته اماده شوې ده چې دطالبانو په غوښتنه خپل پوځ دافغانستان څخه وباسي.

وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې ښاغلي مشتاق یوسفزي ویلي دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد اؤ طالبانو ترمینځ خبرو کې ډیر جنجالونه هوار شوي اؤ اوس خبره یوازې دې ته پاتې ده چې امریکا اعلان وکړي چې خپل پوځیان کله اؤ په څومره شمیر کې له افغانستان څخه وباسي.

مشتاق یوسفزي وویل دپاکستان اؤ طالبان اړیکې اوس هغسې نه دي پاتې لخوا پخوا چې څنګه فکر کیدلو .

دهغه په وینا” پاکستان له خپله اړخه ښه پوره کوشش کړی ؤ چې دبهوربن په اوسنۍ غونډه کې طالبان افغان سیاسي مشرانو سره خبرو ته کښینوي خو طالبان دپاکستان په وینا خبرو ته نه وؤ حاضر شوي حالانکې هغوئ (طالبان)افغان سیاسي ګوندونو سره خبرو اترو نه انکار نه کوي اؤ دماسکو غونډه کې افغان مشرانو سره دطالبانو خبرې ددې یو ښه ثبوت دی”

خو دپښتون ملت پاله ګوند عوامي نیشنل پارټۍ مرکزي ستر سکتر میا افتخار حسین بیا ددې خبرې سره اتفاق نه کوي چې ګنې په افغان طالبانو پاکستان نفود یا اثر نه لري.

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې میا افتخار حسین ویلي دپاکستان حکومت اؤ امنیتي ادارې په طالبانو هم دپخوا په څیر اثر لري ځکه چې دطالبانو اوسنی قیادت هم هاغه دی چې په پاکستان کې یې وخت تیر کړی.

میا افتخار حسین وایي دپاکستان حکومت اؤ امنیتي ادارې کولی شي چې طالبان افغان دولت سره دسولې خبرو ته مخ په مخ کښینوي اؤ که داسې وشي نو دا به د دواړو هیوادونو په ګټه وي.

په پېښور کې یو لوړ پوړي افغان ډپلوماټ د نوم نه ښودلو په شرط وائس اف امریکه ډیوه ه ویلي چې” د ولسمشر اشرف غني پاکستان ته اوسني سفر کې به زیات زور په دې خبره راوړل کیږي چې پاکستان باید طالبان افغان دولت سره مخ په مخ خبرو ته کښینوي اؤ مونږ هیله من یو چې په دې اړوند به دې سفر کې ځینې ښه پرمختګونه وشي”

دغه افغان ډپلوماټ دعوه وکړه چې ولسمشر اسلام اباد ته له راتګ وړاندې دپاکستان د وزیراعظم اؤ دپوځ‌ دسرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه نه ځینې ژمنې اخستي دي اؤ مونږ هیله من یو چې دا ژمنې به سرته ورسیږي

ډیوه چې کله دافغان ډپلوماټ نه د ژمنو د نوعیت په اړوند پوښتنه وکړه نو هغه وویل “باجوه صیب ولسمشر ته باور ورکړی چې طالبان به بین الافغانی خبرې ته کښینوي اؤ هغه ګیلې چې کابل یې داسلام اباد نه لري ،مخ په مخ به پرې خبرې وکړل شي اؤ دهواري لارې به یې را وویستل شي”

خبریال ښاغلی مشتاق یوسفزی ډیوه ته وویل په تیرو وختونو کې چې په افغانستان کې د ترهګرۍ څومره پېښې کیدلې ولسمشر اشرف غني دهغې تورونه په پاکستان لګول اؤ داسې نه ښکاریدله چې ګنې بیا به دافغانستان اؤ افغانستان اړیکې ځائ ته راشي.

خو دهغه په وینا “دا چې اوس دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ دسولې خبرې روانې دي نو داسې اطلاعات شته چې امریکا دافغانستان څخه وتل غواړي خو له وتلو وړاندې دسیمې دټولو هیوادونو ملاتړ هم په لاس کې اخستل غواړي ترڅو په دغه هیواد کې دامریکا له وتلو وروسته کومه خلا پاتې نه شي”

هغه وویل افغان دولت اوس په دې خبره پوهه شوی چې دطالبانو په اړه هر څه دپاکستان لاس کې نه دي، بلکې طالبان اوس نیغ په نیغه دامریکا سره خبرې کوي اؤ امریکا دافغان سولې په پروسه کې دسیمې ټول هیوادونه کښینول غواړي چې دپاکستان هم پکې یو مهم رول دی، ځکه اشرف غني غواړي چې داسلام اباد د رول نه استفاده وکړي.

هغه هیله وښودله چې پاکستان ته د ولسمشر اشر ف اوسني سفر سره به د کابل اؤ اسلام اباد ترمینځ دغلط فهمیو اؤ فاصلو په ختمیدو کې لاس امداد وشي.

دعوامي نیشنل ګوند وتلي مشر میا افتخار حسین وایي” تر اوسه خو اصل مسله هم دا وه چې طالبانو سره به رابطه کیدله خو افغان دولت سره نه کیدله ، مونږ به ویل چې دافغان سولې خبرو کې باید اصل فریقین کښینول شي اؤ نن چې دطالبانو ترڅنګ افغان دولت ته هم دخبرو موقعه ورکړل شوې نو دا دخوشحالۍ خبره ده.

میا افتخار حسین هیله وښودله چې اسلام اباد ته د ولسمشر غني اوسنی سفر به دبین الافغاني مزاکراتو په پیل کولو کې هم مهم رول ولوبوي اؤ طالبان به دپاکستان په وینا دې ته اماده شي چې افغان دولت سره نیغ په نیغه خبرې وکړي.

هغه احتمال وښودلو چې پخپل اوسني سفر کې به ولسمشر اشرف غني دپاکستان پښتنو سیاسي مشرانو سره لیدنې هم وکړي اؤ هغوئ سره به دسولې د رورانې پروسې په اړوند خپل نظر شریک کړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG