لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان سولې دخبرو مهم پړاؤ سبا دوحه کې پیل کیږي


افغانستان کې د تیرو ۱۸ؤ کالو نه د روانې جګړې پائ ته د رسولو اؤ سولې اؤ ثبات رامینځته کولو په خاطر دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد ا‌ؤ طالبانو ترمینځ دخبرو اترو لړۍ سبا(خالي) یوځل بیا دوحه قطر کې پیل کیږي.

د خبرو پیل کیدو څخه دمخه دواړو خواؤ په دغو خبرو کې دبریالیتوب هېلې ښودلي دي اؤ په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی مشتاق یوسفزی هم وایي چې په دې خبرو کې به ډيرې کړکیچنې معاملې هوارې شي.

په قطر کې د سولې دا خبرې په داسې حال کې پیل کیږي چې پاکستان کې افغان ولسمشر اشرف غني داسلام اباد په سفر دی اؤ په رونه اوونۍ کې خواوشا۵۰ افغان سیاسي مشرانو هم دافغان سولې په اړوند خپلو کې دغونډې ترڅنګ پاکستاني مشرتابه سره هم خبرې اترې کړي.

افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیل زاد ویلي چې دقطر اؤ افغانستان دخپلو تازه سفرونو په اساس په باوري توګه وایي چې دواړه خواوې(امریکا اؤ‌ طالبان) پرمختګ ته لیواله دی.

نوموړی پخلی کړی چې دسولې دخبرو پړاؤ د۲۹م جون څخه پیل کیږي.

په قطر کې دطالبانو ددفتر ویاند ښاغلي سهیل شاهین هم امریکه غږ ته ویلي چې افغانستان کې د سولې پروسه پړاؤ په پړاؤ غوره لوري ته روانه .

هغه ویلي د سولې په بهیر کې دچټک پرمختګ احتمال هغه مهال شته چې افغان مشران خپلو کې کښیني اؤ په راتلونکي کې داسلامي نظام اؤ حکومت رامینځته کولو دپاره یوې تګلارې ته لاره هواره کړي.

دشنبې په ورځ دپیل کیدونکو دې خبرو نه وړاندې هم د امریکایي استازي زلمي خلیلزاد اؤ طالبانو ترمینځ دوحه کې دسولې دخبرو شپږ پړاوؤنه سرته رسیدلي دي خو په دغو خبرو کې دواړه خواوې دمهمو پرمختګونو د دعوؤ باوجود د سولې یو غوڅ تړون ته په رسیدلو نه دي بریالۍ شوي.

دانګریزي ورځپانې دي نیوز وتلي خبریال ښاغلي مشتاق یوسفزي ویلي چې د قطر په خبرو کې امریکې اؤ طالبانو ډیرې ستونزمنې معاملې هوارې کړي اؤ امریکا دې ته اماده شوې ده چې له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي خو اوس خبره یوازې دې ته پاتې ده چې څومره پوځیان به وباسي اؤ کله به یې وباسي؟

دطالبانو اؤ امریکا ترمینځ دسولې خبرو کې دطالبانو اساسي غوښتنه داده چې امریکا باید افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي اؤ امریکا په طالبانو ټينګار کوي چې افغان دولت سره دسولې دخبرو پیل کولو ترڅنګ باید اوربند ته هم غاړه کښیږدي خو طالبان وایي ترهغې به افغان دولت سره خبرې اؤ اوربند نه کوي ترڅو چې افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش نه وي روښانه کړل شوی

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ښاغلي مشتاق یوسفزئ ویلي داسې اطلاعات شته چې د شنبې په ورځ پیل کیدونکو خبرو کې به دواړه خواوې هڅه وکړي چې ټولې جنجالي خبرې فیصله کړي اؤ خپلو کې یو تړون ته ورسیږي.

دښاغلي یوسفزي په وینا طالبان غواړي چې دې ناسته کې ټولې خبرې حل شي اؤ امریکا ته یې واضحه کړې ده چې که چرې په دې غونډه کې هم ورسره معاملې حل نه کړي نو هغوئ به د زلمي خلیلزاد سره نور د سولې دخبرو نه لاس راکاږي.

خو طالبانو لا تراوسه پخپلو اعلامیو اؤ بیانونو کې په واضحه توګه داسې څه نه دي ویل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG