لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې دپولیو پینځه تازه پېښې مخې ته راغلي


دپاکستان په خیبر پښتونخوا صوبه کې دپولیو نورې پینځه پېښې مخې ته راغلي دي چې دې سره په صوبه کې د په تیرو څه کم اوو میاشتو کې دپولیو د ناروغانو شمیره ۲۶ؤ ته اؤ په ګرد پاکستان ۳۲ؤ ته رسېدلې ده.

دپولیو دناروغۍ مخنیوي دپاره دپاکستان د وزیراعظم عمران خان استازي بابر بن عطاء په سوشل میډیا خپل یو ویډیو پیغام کې دپښتونخوا لرې پرتو سیمو کې د پولیو د پینځوؤ تازه پېښو د موندل کیدلو پخلی کړی اؤ په والدینو یې غږ کړی چې باید نور دخپلو اولادونو دژوند سره لوبې پریږدي اؤ ورته پرته له کومې ویرې د پولیو دمخنیوي څاڅکي ورکړي.

بابر بن عطاء ویلي پېښور کې په تیرو وختونو کې دپولیو دڅاڅکو په ضد د جعلي پروپیګنډې له امله د لرې پرتو سیمو زیاتره والدین خپلو اولادونو ته دپولیو دڅاڅکو ورکولو نه انکاري شوي اؤ پولیو کومې نوې پېښې چې رامخې ته شوي هغې کې ۹۹فیصده ماشومانو ته دپولیو د مخنیوي څاڅکي نه دي ورکړل شوي.

باید وویل شي سږ کال د اپریل په میاشت کې د پولیو ضد کمپائن دکمپائن په مهال په پېښور کې دپولیو دڅاڅکو په ضد په ټولنیزو رسنیو سخته پروپیګنډه شوې وه اؤ له جوماتونو اعلانونه شوي وؤ چې دپولیو څاڅکي ماشومان ناروغه کوي ، ځکه باید والدین خپلو ماشومانو ته دا څاڅکي ورنه کړي.

خو د روغتیا دمحکمې چارواکو دغه پروپیګنډه بیځایه بللې وه اؤ ویلي یې وؤ چې دپولیو دمخنیوي څاڅکي د ماشومانو په صحت هیڅ بدې اغېرې نه کوي.

تر دې وړاندې روانه میاشت هم دخیبر پښتونخوا په بنو،لکي مروت اؤ تورغر سیمو کې دپولیو درې پېښې مخې ته راغلې وې.

پروسکال په ګرد پاکستان کې د پولیو ۱۲ اؤ په کال ۲۰۱۷م کې یوازې اته کیسونه مخې ته راغلي وؤ.

څیړونکي وایي دا مهال په نړۍ کې یوازې پاکستان،افغانستان اؤ نائجیریا هغه هیوادونه پاتې شوی دي چې دپولیو ناوړه ناروغي پکې وجود لري اؤ دنورې نړۍ څخه ددې ناروغۍ نوغی ویستل شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG