لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل؛ په نني بريد کې يو تن وژل شوی ۹۳ ژوبل، بريد د دفاع وزارت د انجينېرۍ په برخه کې شوی


په کابل ښار کې نن د ګل، دوشنبې په سهار د موټر د لارې ترسره شوې چاؤدنه کې يو تن وژل شوی او ۹۳ نور ژوبل شوي دي، برید د دفاع وزارت د انجينرۍ په برخه کې شوی دی.

د کابل د عامې روغتيا د وزارت وياند وحيد الله مایار په بريد کې د مرګ ژوبلو پخلی کړی دی.

​د کورنيو چارو د وزارت وياند نصرت رحيمي ويلي، بريد کوونکي ترهګر د ملکي کسانو کورونو ته ننوتي او دوه پکې وژل شوي دي.

د بريد زمه واري طالبانو منلې ده.

د دفاع وزارت د ستر درستریز د انجنیرۍ ریاست افسرجګړن محمدکریم امریکا غږ ډيوې ته وویل لومړی په دې ریاست دوه ځانمرګي بریدونه ترسره شول او وروسته یوشمیر وسله وال د انجنرۍ ریاست ودانۍ ترشاه ودانیو ته ننوتل.

نوموړی وايي د موټر په وسیله د ځانمرګي د ترسره کیدو پرمهال د ودانۍ چتونه راپریوتل او ودانیو ته ننوتلو ترهګرو وسله والو د انجينېرۍ ریاست په ملکي کسانو یې وسله وال بریدونه پیل کړل.

دپوځ افسرجګړن محمد کریم وویل (یوبل پسې دوه درنې چاودنې ریاست کې ترسره شوې وروسته وضعیت ډیرخراب شوچتونه اودیوالونه راپریوتل اوهغه ځانمرګي برید کوونکي چې پلي و په ډله ییزه و ژنه یې لاس پورکړې).

نوموړی وايي دفاع وزارت دستر درستییز انجینېرۍ ریاست اړوند ادارې کسان یواځې تومانچې پرته غټه وسله نه لري له پیکا او راکټ سره مقابله نشي کیدای ما خپل ځان له دې ریاست راوویست اوس خبرنه یم چې وضعیت به هلته څه ډول وي.

په کومه ځای کې چې دغه برید ترسره شوی دملي بس د تصدي ریاست هم شتون لري، د دې ریاست مشر حاجي محمد یونس له ډیوې سره په خبرو کې وویل د چادنې او بریدونو له امله د دې ریاست ګن شمیر کارکوونکي هم ټپیان شوي دي.

نوموړي وویل (کله چې چاودنې وشوې مونږ خپل پرسونل ته امر وکړ چې د ریاست له ودانی نه ووځي اوهغه امکانات چې موږ درلودل زمونږ د ادارې ټپي شوي ۸ کسان مو روغتون ته ولیږدل او مرګ ژوبله هم لرو خو دقیق معلومات یې نه لرم).

د پېښې یو تن عیني شاهد حاجي خیرالله چې دپیښې له ځای څخه یې دوتنه ټپیان روغتون ته لیږدولي امریکاغږ ډیوې ته وویل لومړی برید د شګو بار موټر په وسیله ترسره شو.

نوموړي وویل (زه د ملي بس څلور لارې ته چې په خپل موټر کې وم کله چې ورسیدم چاودنه وشوه ټوله سیمه لوګیو ونیوله، ډیر مړي او ټپیان پراته وو دوه تنه ټپیان مو خپل موټر ته پورته کړل او دا مید روغتون ته مو ورسول هغوی راته وویل چې د هینو یو موټر چې شګه په کې بار وه امنیتي قطعې ته ننولته او چاودن یې وکړه).

له دې وړاندې خبر:

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلې دا چاودنې نن سهار په ۸ بجې او ۵۵ دقیقې دکابل ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند د پل محمود خان سیمه کې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د پېښې دقیق ځای او د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

عیني شاهدانو له امریکا غږ ډيوې سره په خبرو کې وویل د لمړی زوروې چاودنې وروسته ۴ چاودنې نورې هم شوي دي.

د کابل ښاریانو په وینا په دې چاودنو سره خلکو ته درانه مالي زیانونه رسیدلي دي.

له چاودنو وروسته اوس مهال په سیمه کې سپکو او درنو وسلو ډزې روانې دي.

په کومه سیمه کې چې د کورنیو چارو وزارت د بریدونو او چاودنو ځای ښودلی نزدې ورته دفاع وزارت یوشمیر امنیتي ادارې او ارګ ورته نږدې موقعیت لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG