لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نیوزیلېنډ او انګلېنډ ننۍ لوبه به د پاکستان د قسمت فیصله کوي


په انګلېنډ کې د کرکټ نړیوال کپ په روانو سیالیو کې نن د کوربه انګلېنډ او نیوزيلېنډ ترمنځه مهمه لوبه کيږي، دا سیالي به د دواړه هیوادونو تر څنګ د پاکستان سیمي فاېنل ته د وتلو یا د سیمي فاېنل نه د پاتې کیدلو فیصله کوي.‌

د روان نړیوال جام یا ورلډ کپ په ۴۱مه لوبه کې که نن نیوزیلېنډ کوربه انګلېنډ ته ماتې ورکړي او بیا د جمعې په ورځ پاکستان د بنګله دېش نه خپله لوبه وګټي نو پاکستان په اسانه په ۱۲ پواېنټونو ترلاسه کولو سیمي فاېنل ته وتلی شي.

خو که ننۍ لوبه انګلېنډ ګټي او نیوزيلېنډ د ماتې سره مخ کیږي نو بیا به د پاکستان او نیوزیلېنډ تر منځه د رنز ریټ په اساس د سیمي فاېنل د څلورم ټیم فیصله کیږي.

دا وخت په پواېنټس ټېبل نیوزیلېنډ د پاکستان نه ډیر وړاندې دی او پاکستان که چرې د جمعې په ورځ بنګله دېش ته د ۲۰۰ نه په سېوا منډو ماتې ورکړي نو بیا به په رنز رېټ د نیوزیلېنډ نه وړاندې شي.

په وېلو خو دغه خبره کول اسان دي خو که د پاکستان او بنګله دېش د یوه ورځنۍ لوبو ریکارډ وکتل شي نو خبره بل شان ده.

د بنګله دېش او پاکستان ترمنځه په تیرو ۵ یوه ورځنۍ لوبو کې بنګله دېش ۴ ګټلي او پاکستان په کال ۲۰۱۴م کې د بنګله دېش نه خپله اخیرۍ لوبه ګټلې. په دغه حساب د پاکستان لوبډلې له بنګله دېش لوبدلې ته ماتې ورکول اسانه نه ښکاري.

د جمعې د ورځې لوبه که بنګله دېش ګټي نو پاکستان او بنګله دېش دواړه د سیمي فاېنل د زغل نه بهر کیږي او انګلېنډ او نیوزيلېنډ به سیمي فاېنل ته ووځي.

د روان ورلډ کپ پواېنټس یا لمبرو ټېبل کې دا وخت موجوده چمپيېن اسټریلیا په ۱۴ او هندوستان په ۱۳ لمرو ترلاسه کولو د ورلډ کپ سیمي فاېنل ته وتلي.

رنز رېټ

پواېنټونه/ ټکي

باېللې لوبې

ګټلې لوبې

ټولې لوبې

لوبډله

۱

۱۴

۱

۷

۸

اسټریلیا

۰.۸۱۱

۱۳

۱

۶

۸

هندوستان

۰.۵۷۲

۱۱

۲

۵

۸

نیوزيلېنډ

۱

۱۰

۳

۵

۸

انګلېنډ

-۰.۷۹۲

۹

۳

۴

۸

پاکستان

د نیوزیلېنډ او انګلېنډ ترمنځه د ننۍ لوبې وړاندې شوو ۵ یوه ورځنۍ لوبو کې انګلېنډ درې او نیوزیلېنډ دوه ګټلي دي. په موجوده ورلډ کپ نیوزیلېډ دوه لوبې باېللي او انګلېنډ درې او په پواېنټس ټېبل د انګلېنډ رن ریټ یا د منډو شرح د نیوزيلېنډ نه ښه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG