لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان پښتانه: نړۍ دې د پي ټي اېم سره د کیدونکو ظلمونو مخه ونیسي


د افغانستان په یو شمیر ښارونو کې د پښتون ژغورنې غورځنگ یا پي ټي اېم په ملاتړ غونډې او لاریونونه شوي دي چې په هغو کې برخه والو پر نړۍ غږ کړی چې په پاکستان کې دې د پي ټي اېم په وړاندې ظالمانه چلند ته پام واړوي او مخه دې ونیسي.

دغه غونډې په سرښار کابل، خوست، پکتیا، او کونړ ولایتونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ سره "د بشري خواخوږۍ، همدردی او دورورولۍ غږ د شریکو په هدف" وشوې.

د غونډو او لاریونونو ګډونوالو ویلي، "د پاکستان تر واک لاندې سیمو" کې له میشتو پښتنو سره نور "تشدد او ظلم" نشي زغملی. دوی له نړیوالې ټولنې او حکومتونو څخه غوښتنه وکړه چې په پښتونخوا کې دې په مظلومو ولسونو د "وحشت" د مخنیوي لپاره مرسته وکړي.

په سرښار کابل کې چې کومه غونډه په همدې مقصد جوړه شوې وه، په کې د ګن شمیر ولایتونو د مدني ټولنو لسګونو استازو، مشرانو او ځوانانو ګډون وکړ.

د کابل د پوهنتون استاد، مدني او سیاسي فعال اسماعیل یون له ډیوې سره په خبرو کې وویل هغه ظلم چې د پي ټي اېم او په مجموع کې له ټولو پښتنو سره د پاکستان تر حاکمیت لاندې روان دی، ولسونه باید د ډيپلوماتیکو اړیکو او د سیاسي فشارونو د لارې د روان ظلم مخنیوی وکړي.

نوموړي زیاته کړه: "له نړېوالو څخه غواړو چې له پي ټي اېم سره د کیدونکو ظلمونو د مخنیوي لپاره له هرې ممکنې انساني لارې کارواخلي."

د افغانستان په خوست ولایت کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د حقونو په ملاتړ او له هغوی سره د همدرۍ د شریکولو په هدف سلګونو ځوانانو او مدني فعالانو سوله ییز لاریون وکړ.

په دې لاریون کې پښتون ژغورنې د غورځنک یوتن استازي خالد الرحمن منصور ډیوې ته وویل په پښتونخوا کې د پوځ له خوا له پي ټي اېم یا له پښتون ولس سره دشوي زور زیاتي غندلو په هدف دا لاریون شوی دی.

نوموړي وویل: "مظاهره مو د دې لپاره وکړه چې د لرې پښتونخوا د افغان ولس د مظلومیت غږ بدرګه کړو او مقصد دا دی چې د دې مظاهرې د لارې نړیوالو سازمانونو، د بشري حقوق ادارو ته مونږ خپل غږ رسول غواړو چې دوی مونږ ته دخپلو حقوقو د ملاوېدو لپاره په یوې تګ لارې کار وکړي."

منصور وايي په پاکستان کې له پښتون ولس سره روان ظلم او د هغوی وژنه د یوې جوړې شوې تګلارې له مخې روان دی.

نوموړي وویل ترڅو چې پښتون قوم ته حقوق نه وي ورکړل شوي، تر هغې به د انساني حقونو د ترلاسه کیدو لپاره د پي ټي ایم سوله ییز لاریونونه او مدني حرکتونه به په ټوله نړۍ او سیمه کې دوام ولري.

منصور زیاته کړه: "د نړۍ په ګوټ ګوټ کې به پښتانه خپلو مظاهرو ته دوام ورکوي، خو مونږ وایو چې زمونږ غږ دې نړېوال سازمان او د بشري حقونو ادارو ته نړیوالې رسنۍ ورسوي او زمونږ د مظلومیت اواز دې ټوله نړۍ له مونږ سره بدردګه کړي."

په کابل او خوست ولایتونو کې دپښتون ژغورنې غورځنګ د حقونو په ملاتړ د سلګونو کسانو لاریون او ستره غونډه په داسې حال کې وشوه چې تیره ورځ د شمالي وزیرستان په خړقمر سیمه کې د همدې غورځنګ پر یوشمیر کسانو د پوځ لخوا وسله وال بریدونه شوی و.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG