لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په قطر کې بېن الافغاني خبرو ته امریکا خوشبينه ده


د قطر په پلازمينه کې پرون د اتوار، پکشنبې په ورځ بېن الافغاني خبرې پېل شوي او امريکا دغو خبرو ته خوشبيني ښودلې ده چې افغانان په خپله خپل راتلونکی وټاکي. دغه دوه ورځنۍ خبرې به نن د ګل، دوشنبې په ورځ هم روانې وي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزیر مايک پمپيو ويلي، امريکايان دې بايد خوشحاله شي چې افغانان په خپل منځ کې کښېني.

نوموړي په ټويټر ویلي، دا خبره د خوښۍ ده چې افغانان په خپل منځ کې کښېني او د جګړې د ختمولو کار پېل کړي او نوموړي دغه کار هم ستايلی چې حکومتي مشران، مدني ټولنه، ښځې او طالب استازي په يو مېز ليدل کيږي.

د وي او ای د خبر ترمخه ۵۰ کسيزه پلاوی په قطر کې د طالب مشرانو سره ليده کاته کوي.

د جرمني او قطر په سهولت کارۍ راجوړو خبرو په اړوند د سولې د عالي شورا وياند اسد الله زيري وي او ای سره په خبرو کې دغه ناسته د تاريخې موقعې په توګه ياده کړې چې دا به د پُل رول ادا کړي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې نېغو خبرو ته لاره جوړ کړي.

د قطر په دوه ورځنيو بېن الافغاني خبرو کې سياستوال، د کونسل لوړ پوړي غړي، د ښځو استازې او ژورنالسټان ګډون کوي.

په قطر کې د بېن الافغاني خبرو په مهال موجود څیړنکار او ژورنالسټ طاهر خان وي او ای ډیوه سره د دغو خبرو حال شريک کړی او ويلي يې دي د هغه په خپله په قطر کې د طالبانو د خبرو د ډلې د وياند سهېل شاهين سره خبرې شوي او شاهين ورته ويلي چې خبرې په ډېر ښه ماحول کې شوي دي.

نوموړي وويل د دغو خبرو اعلاميه نه ده خپره شوې او نن په دوېمه ورځ يې چې اعلاميه خپره شي د هغې وروستو به مالومه شي چې په دې ناسته کې کومې پرېکړې وشوې.

خو طاهر خان وويل په پرونو خبرو کې د ځینو کمېټيانو يا کمېټۍ جوړولو ويل شوي چې هغه به د خبرو دې لړۍ ته دوام ورکوي خو هغه وويل د دې خبرې پخلی طالبانو يا د خبرو ګډون والو په رسمي ډول نه دی کړی.

ويل شوي په خبرو کې د افغان حکومت استازي هم ګډون کوي خو طالبانو ويلي په دغو خبرو کې ګډون وال په خپل شخصي حيثيت په دې کې ګډون کوي.

په قطر کې دغه بېن الافغاني خبرې په داسې حال کې کيږي چې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او طالبانو ترمنځ هم خبرې روانې دي خو د بېن الافغاني خبرو دپاره پکې دوه ورځې دمه شوې ده.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د اووم پړاؤ دغو خبرو په اړوند دواړو خواؤ ويلي چې د شپږو ورځو په خبرو کې ښه پرمختګ شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG