لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قریشي:اروپا کې ځېنې خلک پښتنو کې"ځانګړې سوچ"ته وده ورکول غواړي


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي د پښتون ژغورنې غورځنګ ته په اشاره ویلي یو څه خلک پښتنو کې ځانګړي سوچ ته وده ورکوي ،خو که مونږ یو موټی شو نو د اړي ګړي ارزومند قوتونه به پخپله ناکام شي.

برتانیه کې د پښتنو دټولنې دپرانستې غونډې ته خپله وینا کې ښاغلي شاه محمود قریشي ویلي پښتانه په وطن مئین خلک دي اؤ ددوئ په مرسته دپاکستان پوځ ترهګرو ته داسې ماتې ورکړې ده چې ټوله نړۍ یې مني.

دپاکستان د دولتي ټيلي ویژن اؤ شخصي میډیا له مخې هغه وویل په برتانیه کې ۱۵لکه پاکستانیان میشت دي اؤ که چرې دوئ خپلو کې همغږي پیدا کړي نو څوک چې اړی ګړی پیدا کول غواړي دهغوئ مخه به پخپله ونیول شي.

په دغه موقعه برتانیه کې میشتو ګڼ شمیر پښتنو د شاه محمود قریشي تود هرکلی کړی اؤ هغه ته یې شمله هم ورپسر کړې ده.

په نزدې وختونو کې په برتانیه ، امریکا اؤ یو شمیر اروپایي هیوادونو کې دپښتون ژغورنې غورځنګ په پلوۍ غونډې جوړې شوې وې اؤ په دغو غونډو کې دنړۍ پام پاکستان کې دپښتنو سره د ریاست لخوا کیدونکې رویې ته راګرځول شوی ؤ.

شاه محمود قریشي دستورې ته په وینا کې ویلي دي “په برتانیه اؤ اروپایي هیوادونو کې ځېنې خلک یو ځانګړي فکر ته د هوا ورکولو هڅې کوي ،خو دا څوک کوي، مقصد یې څه دی اؤ څه ترلاسه کول غواړي ؟ټول باید ددې پوښتنو تل ته ځان ورسوي”

په پاکستان کې وخت په وخت پوځ اؤ حکومت په پښتون ژغورنې غورځنګ تورونه لګوي چې د هند اؤ افغانستان استخباراتي ادارې ورسره دپاکستان کمزوري کولو دپاره مرستې کوي.

خو دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین پرله پسې پخپلو ویناګانو کې دا تورونه رد کړي اؤ دریځ یې خپل کړی چې که چا سره دخپلو تورونو ثبوتونه وي باید مخې ته یې راوړي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر وویل دپاکستان په جوړولو کې دپښتنو ،بلوڅانو،سندهیانو اؤ پنجابیانو ترڅنګ بنګالیانو هم غوره رول لوبولی ؤ اؤ هغوئ دپاکستان دتحریک یوه مهمه برخه وه خو دپاکستان مخالفو قوتونو هیواد کې دکرکې اؤ ګډوډۍ تخم وکرلو اؤ اوس باید نه یوازې پښتانه بلکې ټول پاکستانیان دخپل هیواد نه دکرکو ختمولو دپاره خپلو کې یو موټي شي

XS
SM
MD
LG