لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوهستان:سیند ته دګاډي پریوتلو له امله دېوې کورنۍ ۱۲کسان مړه شوي


دخیبر پښتونخوا په بر کوهستان کامیلا سیمه کې یو ګاډی سیند ته غورځېدلی چې پکې دیوې کورنۍ ۱۲ کسان مړه شوي اؤ ۴نور سخت ژوبل شوي دي.

تر دې وړاندې هم دتیرې میاشتې په وروستیو کې په کوهستان کې دمسافرو یو جیپ سیند ته لوئېدلی ؤ چې پکې ۱۴کسان مړه شوي وؤ.

دپاکستان د ډاڼ ورځپاڼې له مخې تیره ورځ د برکوهستان د سو سیمې څخه یو مریض په ګاډي کې داسو ته دعلاج دپاره وړل کیدلو چې په لاره کې دغه ګاډی د ډرائیور څخه بې قابو شو اؤ سیند ته وغورځېدلو.

په ګاډی کې دیوې کورنۍ ګڼ کسان ناست وؤ چې ۱۲ پکې مړه شوي اؤ ۴ ژوبل شوي.

دپېښې سره سم په لویې شمیر کې پولیس،دملیشې ځواکونه اؤ مرستندویه فعالین دپېښې سیمې ته رسیدلي اؤ دسیند د اوبو نه یې مړي اؤ زخمیان راویستي دي.

تیر کال هم د مئ په میاشت کې د نیلم په وادۍ کې په یو خوړ تړل شوی پل په سیلګرو مات شوی ؤ چې له امله یې خواوشا ۴۰ سیلګري دسیند اوبو لاهو کړي وؤ .

دخیبر پښتونخوا زیاتره غرییزې سیمې د سړکونو اسانتیاوې نه لري اؤ په غرونو کې په تنګو اؤ کچه لارو خلک په جیپونو اؤ‌ ډاټسنو کې سفرونه کوي چې زیاتره وخت دغه ګاډي له غرونو خوئېږي اؤ مرګ ژوبله پکې رامینځته کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG