لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمي خليلزاد د افغان سولې په اړه د چين او روس سره خبرې کړي


د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، د افغانستان د سولې په اړه يې د چين او روس سره خبرې کړي او په دغو خبرو کې پاکستان هم د څه وخت دپاره ګډون کړی دی.

خليلزاد په ټويټر د دغه لیدنې په اړوند ويلي دي.

خليلزاد درې ټويټونه کړي او په دغه ليدنه کې ن ترسره شوؤ خبرو احوال يې پکې ويلی دی.

هغه ويلي، مونږ موافقه وکړه چې د طالبانو، افغان حکومت، او نورو افغانانو تر منځ بېن الافغاني مذاکرات باید سمدستي پېل شي، دا مذاکرات باید زر تر زره د سولې یو چوکاټ وړاندې کړي، او د راتلونکي لپاره یو داسې همه شموله سیاسي طرح وړاندې کړي چې ټولو افغانانو ته دمنلو وړ وي.

خليلزاد زياته کړې، مونږ همدارنګه موافقه وکړه چې اوس باید تاوتریخوالی راکم شي او یو جامع او دایمي اوربند د بین الافغاني مذاکراتو له پېل سره سم شروع شي.

هغه ويلي په دې خبره هم موافق شوي دي چې له نورو بین المللي شریکانو وغواړو ترڅو د مذاکراتو د شروع کېدو سره په دې پروسه کې راګډ شي. ډېر مثبت.

درې ورځې وړاندې نوموړي ویلي ؤ، په قطر کې يې د طالبانو سره د اووم پړاؤ خبرې ترسره کړي دي.

هغه ويلي ؤ د دغو خبرو ووسته چين ته ځي او بيا به واشنګټن ته د راپور ورکولو او مشورې دپاره ستنیږي.

نوموړي په قطر کې د طالبانو د پلاوي سره د ليدو په اړوند ويلي ؤ د طالبانو سره يې خبرې تر بل هر وخت ټاکونکې او ګټورې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG