لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ دغیرقانوني کډوالو په ضد دعملیاتو اعلان کړی


دامریکا صدر ډانلډ ټرمب نن د اتوار څخه امریکا کې په غیر قانوني توګه د میشتو کورنیو په ضد دعملیاتو پیل کولو اعلان کړی اؤ ویلي یې دي دددې عملیاتو موخه جنوبي امریکا ته د نورو کډوالو د راتګ مخه نیول دي.

خبري شبکه رائټرز وایي دا عملیات به دامریکا ۱۰ؤ ښارونو کې د میشتو هاغو سلګونو کورنیو په ضد کیږي چې د محکمې د امر باوجود امریکا څخه وتلو ته اماده نه دي.

تیره میاشت هم صدر ټرمپ په ټیوټر همداسې یو اعلان کړی ؤ خو وروسته یې دکډوالو په ضد عملیات ځنډولي وؤ ،

دجمعې په ورځ خبریالانو ته صدر ټرمپ ویلي” خلک په غیرقانوني ډول امریکا ته راننوځي‌ او مونږ دوئ په قانوني توګه وباسو ، دا ډیر ستر عملیات دي چې مقصد یې امریکا د جرائم پیشه خلکو نه پاکول دي”

چارواکي وایي روانه اوونۍ په زرګونو غیرقانوني کډوال نیول شوي هم دي چې دغو کډوالو ته وړاندې څخه د وتلو هیڅ خبرداری نه ؤ ورکړل شوی.

صدر ویلي وو هغه ددې خبرې پرواه نه کوي چې د وړاندې نه د خبرداري ورکولو له امله به ګڼ شمیر قانوني کډوال له نیونې بچ پاتي.

صدر ټرمپ امریکا ته دکډوالو دننوتلو مخنیوي دخپلې تګلارې مهمه نکته ګڼي، دامریکا اؤ میکسیکو دپولې څخه دجنوبي امریکا څخه په زرګونو کورنۍ امریکا کې پناه اخستلو ته لیواله دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG