لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکرکټ دنړۍ نوی اتل به انګلینډ وي که نیوزي لینډ؟‌ فیصله یې نن کیږي


دکرکټ دنړیوال جام په سیالیو کې داتلولۍ د ویاړ ترلاسه کولو دپاره نن د انګلینډ اؤ نیوزي لینډ د لوبډلو ترمینځ دفائنل سیالي دانګلیند په لارډز لوبغالي کې کیږي.

تر اوسه دې دواړو لوبډلو کې یوې هم دنړیوال کپ اتلولي نه ده ګټلې اؤ دا به وړومبی ځل وي چې د راتلونکو څلورو کلونو دپاره انګلینډ یا نیوزي لینډ دکرکټ دنړۍ اتل جوړ شي.

دکرکټ دنړیوالې اتلولۍ دا مهمه سیالي به دپاکستان په وخت ماښپیین دوه نیمې اؤ دافغانستان په وخت ماسپښین دوه بجې پیل کیږي.

دکوربه ټیم انګلینډ کپتان اوئن مورګن وایي د نیوزي لینډ ټیم زیات خطرناک دی ځکه نو هغوئ یې کمزروی سیال نه ګڼي.

هغه رسنیو ته ویلي غواړي چې خپلو هیواد والو ته نړیوال جام په تحفه کې ورکړي اؤ ددې دپاره به په پوره جذبې سره ننۍ سیالي کوي.

هغه ویلي د تیرو پینځوؤ اوونیو په مهال یې لوبډلې ښکلې لوبه کړې ده اؤ اوس به نیوزي لیند ته دماتې ورکولو دپاره هغوئ ته د اسټریلیا په څېر غوره لوبه کول وي.

دنیوزي لیندي کپتان کین ولیم سن مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي دهغوئ لوبډله به د نړېوالۍ اتلولۍ ګټلو دپاره تر هر بریده ځي.

هغه وویل “دنیوزي لینډ لوبډله ډیره تکړه نه ګڼل کیږي اؤ همدا مونږ دپاره غوره ده ، خو مونږ ته معلومه ده چې مونږ څومره اوبو کې یو ، په خوش فهمۍ کې دمبتلا کیدلو پځائ به مونږ ټول پام ښې لوبې ته ګرځوؤ”

نوموړي ویلي دګټې ضمانت نه شي ورکولی خو پخپل ټول توان سره به هڅه وکړي چې دا اتلولي پخپل نوم کړي.

انګلینډ تر اوسه د کرکټ دنړیوال جام درې د فائنل سیالۍ کړې دي اؤ دنیوزي لینډ به دا دویم وار وي چې پرله پسې دنړیوال جام دسیالیو فائنل کې لوبیږي.

هرې لوبډلې چې ننۍ اتلولي وګټله ورته به د کرکټ دنړیوالې شورا لخوا په انعام کې ۴۰لکه ډالر ورکول کیږي اؤ دماتې سره مخ لوبډلې ته به ۲۰لکه ډالر ورکول کیږي.

ایي سي سي د نړیوال جام دپاره د یو کروړ ډالرو ورکولو دانعام ورکولو ورکولو اعلان کړی چې له دغو پیسو څخه سیمې فائنل کې لوبیدونکو دهند اؤ اسټریلیا لوبډلو ته اته،اته لکه ډالر اؤ پاکستان ته درې لکه ډالر ورکړل شوي د

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG