لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ماه جبین وایي پاڼې به ختمې شي خو دعاشقانو نومونه لیکل به یې سرته ونه رسي


ماه جبین قزلباش خو به تاسو ټول پیژنئ چې په خپل بې بدله حسن اؤ زړه راښکونکي اواز یې د ډیرو پښتنو زړونه وړي دي خو د هغې د ذاتي ژوند د ځینو کیسو نه به ډیر کم خلک خبر وي،

ډیوه درته نن د ماه جبین قزلباش د ذاتي ژوند په اړوند هم دهغې د خولې نه معلومات درکوي.

ماه جبین وایي د وړوکوالي نه ډیره ښائسته شوخه اؤ هوښیاره وه. سره طله دار ویښتان ، غټ سره اننګي ، زرکې سترګې اؤ هسکه غاړه یې لرله ، دمور د غیږ نه نیولې تر مکتب به چې چا ولیدله مینه به یې پرې ورتله.

د ماه جبین قزلباش د وینا تر مخه هغه په خټه دایران دمشهد ښار ده خو بیا یې نیکه افغانستان ته تللی ؤ اؤ دهغې پلار چې سردار امدادعلي قزلباش نومیدو په پیښور کې زیږیدلی ؤ ،

پخپله ماه جبین قزلباش هم په کال ۱۹۶۵ کې په پیښور کې زیږیدلې اؤ لویه شوې ده

وایي چې کله یې د پيښور د اندرشهر بازار اؤ لیډي ریډنګ هسپتال ترڅنګ په فارورډ سکول کې زده کړې پیل کړې نو دخپلې. ښکلا په وجه د سکول په استاذانو ډیره ګرانه وه اؤ دنورو ماشومانو په پرتله به یې هغې ته ځانګړې مینه ورکوله.

خو هغه وایي چې یوازې ښکلا د هغې د محبوبیت سبب هم نه ؤ بلکې دهغې دسکول زده کوونکي اؤ استاذان دهغې په غږ هم مئین وؤ اؤ د سندرو اوریدلو فرمائشونه به یې ترې کول.

“زه ډیره وړه وم چې کور کې به مې د ماډام نور جهان اؤ لتا منګیشکر سندرې اوریدلې اؤ بیا به مې هم هغه سندرې د ځان سره زمزمه کولې ، نعتونه به مې هم ویل اؤ چې چا به مې اواز واوریدو نو خوښولو به یې “

هغه وایي د ۱۱ؤ کالو وه چې یوه ورځ د سکول د نورو جینکو سره یو ځایې د پیښور دولتي راډیو ته په چکر لاړه اؤ هلته یې یوه ملي ترانه د نورو جینکو سره یو ځایې ریکارډ کړه ، چې په دغه موقعه رفیق شینواري هم موجود ؤ کله چې رفیق شینوراي دماه جبین اواز واوریدو نو سم د واره یې ورته ووې چې ته سندرې شروع کړه

“د رفیق شینواري په وینا مې مور اؤ تره ریډیو ته بوتلم ، اډیشن مې واخستی شو اؤ بیا چې هغه په سندرو لګیا یم ، نو لګیا یم “

دماه جبین قزلباش د وینا له مخې هغې د سندرو پیل یوازې د ۱۱ؤ کالو په عمر کې د ریډیو پاکستان پیښور نه کړی ؤ‌ اؤ د ریډیو نه سمدستي وروستو یې بیا ټي‌ وي اؤ‌فلم ته مخه کړه اؤ په سندرو کې دومره بوخته اؤ مشهوره شوه چې خپل ماشوموالی ترې ورک شو.

وایي دومره” مشهوره شوم چې فلمونو، ریډیو اؤ کیسټونو واله به رانه اکثر خفه وؤ چې ته مونږ له ټائم نه راکوې خو یوه ماه جبین به چا، چا ته رسیدله ؟”

د ځوانۍ په دغو وختونو کې بیا ماه جبین ته هاغه د شمیر نه وتلي عاشقان هم یاد دي چې په ماه جبین یې زړونه بائللي وؤ اؤ هغې سره یې واده کول غوښتل

ماه جبین خاندي اؤ وایي” اف ـ! که دعاشقانو دغه لسټ جوړوم نو کاغذونه به ختم شي خو دعاشقانو نومونه به ختم نه شي”

هغه وایي یوازې عام خلک یې په مینه کې نه وؤ مبتلا بلکې د وخت لویې حکمرانان، سیاستدانان،پوځي جنرالان خانان، نوابان ،بیورو کریټان اؤ فنکاران یې دعاشقانو په نوملړ کې شامل وؤ.

“اوس دغه نومونه نه اخلم ، ځکه چې ډیر پکې وفات دي اؤ که اوس یې نومونه اخلم نو دا به ښه خبره نه وي خو په نصیب یوازې د ایمل خان شوم”

ارواښاد ایمل خان د پښتو د کلاسیک فلمونو هیرو ؤ چې تعلق یې دقبائیلي سیمې اورکزئ ایجنسۍ سره ؤ اؤ دخپلې سیمې یو ډیر لویې خان ؤ.

ایمل خان مرحوم د ماه جبین خاوند
ایمل خان مرحوم د ماه جبین خاوند

ماه جبین قزلباش ایمل خان سره د خپلو اړیکو جوړیدلو اؤ بیا د واده کیسه په دې ټکو کوي” ما به فلمونو له سندرې ویلې اؤ اکثر به ددې فلمي ایکټرانو سره په شوټنګونو کې میلاویدم . ایمل خان چې به کله ولیدم ډیر خواږه خواږه به یې راته کتل خو کله یې هم راته دخپلې مینې اظهار نه ؤ‌ کړی”

هغه وایي دسوات په میاندم سیمه کې د یو فلم دکیدونکي شوټنګ اتفاقیه پیښې هغه د ایمل خان د ژوند سره د مدام.مدام دپاره وتړله.

دغه پیښه هم د یو فلمي منظر څخه کمه نه وه ، چې ماه جبین یې په دې ټکو کې بیانوي.

“کیسه داسې وه چې دفلم شوټنګ شروع ، زما اؤ دایمل خان د هوټل کوټې دیو بل سره پیوست وې، دشپې زما کوټه کې اور ولګیدو ، ما اؤ مور مې چغې کړې ،‌په دغو چغو ایمیل خان د خوبه رابیدار شو اؤ زمونږ کوټې ته یې رامنډه کړه ، د اور په لمبو کې راتیر شو ، زه یې دخپل بیډ نه په غیږ کې راپورته اؤ د اور نه یې بچ کړم”

دماه جبین د وینا له مخې په دغه وخت کې د هغې عمر یوازې دیارلس کاله ؤ خو چې ایمل خان د اور نه وژغورله اؤ په غیږ کې یې واخسته نو ماه جبین ته هم د ایمل خان مینه زړه ته ورپریوته اؤ بیا به یې ایمل خان ته دعامو نظرونو پځایې دمینې په خاص نظر کتل

هغه وایي ایمل خان اګر چې دهغې نه پنځلس کاله مشر ؤ خو یوه ورځ چې بیا هغه دماه جبین مور نه دهغې رشته وغوسته نو مو مور یې اؤ ماه جبین دواړه پرې رضا شوې، په رشته دعائی خیر وشوه اؤ دغسې د لکونو ، کروړونو خلکو د زړه درزا ماه جبین قزلباش ایمل خان په سره ډولۍ کې خپل کور ته یوړله.

دماه جبین وینا ده چې کله هغه په ایمل خان واده کیدله نو دغه مهال یې عمر یوازې دیارلس کاله ؤ خو ایمل خان یې خوښ ؤ اؤ دیوې ښې مینه ناکې محبوبې په توګه یې ټوله مینه ورکړې وه .

کله چې مو د ماه جبین نه پوښتنه وکړه چې ایمل خان سره د واده نه وروسته خو به دې هم ډیر مینه وال وؤ‌ ایا په ایمل خان هغوئ بد خو نه لګیدل هغې وویل” نا ایمل خان داسې بنده نه ؤ، هغه ماته فل ازادي راکړې وه،‌زه چې به چا سره کښیناستم ،پاڅیدم ایمل خان به فخر محسوسولو چې زما ښځه هم دومره لویه ښځه ده چې خلک ورسره دناستي یا خبرو ارمان لري”

هغه ایمل خان اوس هم د یو روښانفکره ، مینه ناک اؤ شفیق انسان په توګه یادوي اؤ وایي زما ورسره ډیر خواړه وختونه تیر شوي دي ، مړه به شم خو دهغه مینه اؤ انسانیت به مې له ذهنه ونه اوځي.

ماه جبین قزلباش د ارواښاد ایمل خان نه دوه زامن اؤ یوه لور لري اؤ نن هم دماه جبین د اوده کیدو خونه د ایمل خان په عکسونو سینګار ده.

پخپله دغه مرکه کې ماه جبین قزلباش د پښتونخوا صوبې دپخواني وزیراعلي ارباب جهانګیر اؤ پخواني ګورنر جنرال فضل الحق د زړو خاطرو یادؤنه هم وکړه اؤ وئ ویل اربا

ارباب جهانګیر زما پشان ډیر ښکلی ؤ نو ځکه به ورته خلکو “ماه جبینه “ ویل خو ماه جبین وایي چې ماته به یې اکثره ګیله کوله چې “ستا دلاسه اوس مونږ هم خلک ستا په نوم یادوي”

هغه وایی جنرال فضل الحق به هم چې کله تنګ شو نو دهغې نه بې سندرې اوریدلې اؤ هم فضل الحق ورته د “بلبل سرحد “خطاب ورکړی ؤ

ماه جبین قزلباش ته دپاکستان حکومت دهغې په غوره فني خدماتو صدارتي ایوارډ ورکړی اؤ ددې ترڅنګ یې په سوونو نورې نړیوالې اؤ سیمه ییزې جائزې اؤ‌ ایوارډونه ګټلي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG