لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په قبايلي ضلعو کې دې موبايل او انټرنېټ سمدستي په ځای کړی شي، قرارداد


د خېبرپښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې په يو ګډ قرارداد کې د مرکزي حکومت نه غوښتنه شوې په صوبه کې ورګډو شوؤ قبايلي ضلعو کې دې په سمدستي ډول د موبايل او انټرنېټ اسانتياوې ورکړی شي.

د عوامي نيشنل ګوند پارلیماني مشر سردار حسېن بابک ياد قرارداد وړاندې کړی دی.

په قرارداد کې ويل شوي وزیراعظم عمران خان په وروستيو کې په خپله په قبايلي ضلعو کې د موبايل او انټرنېټ د اسانتياؤ ورکولو ژمنې کړي خو تراوسه نه دي عملي شوي.

"عمران خان په خپلو سفرونو کې دغه ژمنې کړې وې خو پوره يې نه کړې، په قبايلي ضلعو کې د موبايل او انټرنېټ اسانتياوي په بېړني او جنګي بنيادونو د ورکولو دپاره ګامونه پورته کړی شي".

په خېبرپښتونخوا صوبه کې د تحریک انصاف ګوند د حکومت د قانون وزير سلطان خان هم د ياد قرارداد تاييد کړی دی.

په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډو کړی شوؤ ضلعو کې تراوسه پورې هم په ټولو سيمو کې د موبايل سروس پوره کار نه کوي او د سيمې خلک وخت په وخت ګيله کوي چې په ټول ملک کې خلک دغه اسانتياوې لري خو يواځې قبايلي سيمې دي چې دوي ته دغه اسانتيا نه ورکول کيږي.

په وروستي ځل د عمران خان د باجوړ، خېبر او وزیرستان د سفرونو په وخت د هغه نه په يادو علاقو کې د موبايل سروس سره د انټرنېټ د اسانتيا دغو سیمو ته د غځولو غوښتنې شوي او هغه په خپلو ويناؤ کې د يادې مسلې هوارولو ژمنې کړې وې.

د صوبايي اسمبلۍ په غونډه کې د ښځينه غړې سمېره شمس هغه قرارداد منظور کړی شوی چې پکې د ذهني صحت دپاره د ځانګړي علاجونو او اسانتياؤ ورکولو غوښتنه شوې ده.

XS
SM
MD
LG