لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسفنديار: زما په خپل دولت خپل اختیار پکار دی


د عوامي نيشنل ګوند مرکزي مشر اسفندیار ولي خان

د عوامي نيشنل ګوند مرکزي مشر اسفنديار ولي خان وايي د هغوي او قبايلي سیمو د اولس يواځې دا غوښتنه نه وه چې د سيمې څخه دې د فاټا کرښه ختمه شي بلکې دوي ته دې د دوي په وسايلو اختیار هم ورکړی شي.

په مومند قبايلي ضلع کې د خپل ګوند جلسې ته په وېنا کې هغه وويل خوشحاله دی چې د پښتنو په منځ کې د پېرنګي راښکلې کرښه ورانه شوې ده.

خو وې ويل له دې وروسته ورته بله کرښه د بلوچستان او پښتونخوا د پښتنو ترمنځه ده هغه به هم ختموي، ځکه پښتون قوم يو هډ دی او دوي پکې تفريق نه مني.

اسفنديار ولي خان وويل د دوي او د قبايلي سيمې د اولس يواځې دا خواهشات نه ؤ چې يواځې دا کرښه دې ختمه شي.

هغه وويل د دوي خواهشات خو د کرښې ورانېدو وروسته ؤ او د جلسې د ګډون والو نه يې پوښتنه وکړه چې کرښه ختمه شوه خو اختیار هم درته درکړی شو؟.

هغه زياته کړه نن هم خلک راځي د دې سیمې د غرونو په دولتونو پسې. نن د پنجاب نه خلک راځي وايي چې په مومندو کې ښکلي کانونو دي ټېکه يې اخلي او د کروړونو روپو ټېکه په زرګونو روپو واخلي او ځايي تن پکې په دياړۍ ولګوي.

نوموړي وويل دوي دياړي ماري نه بلکې د خپلې خاورې په دولت خپل اختيار غواړي او د پښتنو د بچو د خلې نمړۍ يا نوړۍ د بل بچي له نه شي ورکولی او هغه به د خپل پښتون بچي د حق دپاره مبارزه کوي.

نوموړي په خپلو خبرو کې هغه خبره هم تکرار کړه چې په دوي به تورونه لګېدل چې د ملک نه بهر يې جايدادونه جوړ کړي خو هيڅ څيز پرې ثبوت نه کړی شو او د پاکستان تحریک انصاف په حکومت يې نيوکې وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG