لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د انصاف نړېوال عدالت پاکستان ته وييلي د کالبوشن یادو سزا ته دې بیا کتنه وکړي


د انصاف نړیوال عدالت پاکستان ته وييلي چې په جاسوسي تورن هندي وګړی کالبوشن یادوف ته ورکړل شوې د مرګ سزا ته دې بیا له سره کتنه وکړي او دا چې ورته ډیپلوماټي لاس رسی ورکړي.

نړیوال عدالت وايي د ویانا د تړون د ۳۶ مادې له لاندې دې د ښاغلي یادو حقونه خوندي وساتل شي.

که څه هم هند ډیره تمه لرله چې نړېوال عدالت به دغه سزا وځنډوي کالبوشن یادو ته به ګواکي دا اجازه هم ورکړی شي چې خپل هېواد ته ستون شي، خو داسې و نه شو.

هند د پاکستان د پوځي عدالت په اورېدنه نیوکې کوي چې کلبوشن ته په مقدمه کې د انصاف تقاضې نه دي پوره شوي او د دفاع حق هم نه دی ورکړای شوی. خو پاکستان دغه تورونه رد کړي.

پاکستان تور لګوي چې کلبوشن يادو د هند جاسوس دی او په کراچۍ او بلوچستان کې يې په ترهګرۍ کې لاس درلود، او هغه پاکستان ته ورتلو چې هلته د بلوڅ بېلتون خوښو سره وويني او د هغوي مرسته وکړي.

او د پاکستاني چارواکو په وېنا په درېم مارچ ۲۰۱۶م کې هغه د بلوچستان په ماشکېل سیمه کې نيول شوی و.

خو د هند رسنیو داسې ادعاوې کړې وې چې هغه د ايران څخه پاکستان ته تښتول شوی و.

په ۲۴ مارچ بيا د پاکستان پوځ ويلی وهندي جاسوس کلبوشن ياديو یې د پاکستان او ايران پولې سره په نزدې علاقه کې نيولی و او د پاکستان پوځ د هغه يوه ويډيو خپره کړې چې پکې نوموړي ویلي و هغه د هندي ادارو لپاره کار کوي.

په ياده ويډيو کې کلبوشن يادو په ځان لګېدلي تورونه منلي و.

پاکستان بيا په دغه اړوند په اسلام اباد کې د هند سفير بللی او د کلبوشن يادو پاکستان ته د راوړېدو او په ترهګرۍ کې د ککړتيا په سر يې ورته احتجاج کړی و.

د کلبوشن پرضد په پاکستان کې د پوځي قانون لاندې د ترهګرۍ، ورانکارۍ او بېلتون خوښو د مالي مرستو په تور مقدمې چلول شوې په مجرم ګرځولو ورته په لسم اپرېل ۲۰۱۷م کې د مرګ سزا اورول شوې وه.

هند په اتمه مې د انصاف په نړيوال عدالت کې خواست کړی و چې پاکستان هندي وګړی نيولی سزا يې ورته اورولې او د ويانا کنونش سرغړونه يې کړې ده.

په نهمه مې نړیوال عدالت پاکستان او هند ته خبرتيا ورکړې او په ۱۵ مې يې د مقدمې لومړۍ نېټه ټاکلې وه.

په نړيوال عدالت کې پاکستان او هند دواړو هېوادونو د کلبهوشن په اړوند خپل خپل دليلونه وړاندې کړي او عدالت د روان کال په ۲۱م فرورۍ په ياده مقدمه فېصله پر ځای ساتلی او نن ۱۷م جولايي يې د فېصلې اورولو نېټه ټاکلې وه.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG