لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دحافظ سعید په نیونه صدر ټرمپ خپل غبرګون کې څه ویلي؟


دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ پاکستان کې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې جماعت الدعوه دمشر حافظ سعید په نیول کیدو خپل غبرګون کې ویلي د” لس کلن لټون وروسته د ممبۍ دترهګریزو بریدونو تش په نو سرخیل پاکستان کې نیول شوی دی”

د پنجاب ایالت حکومت روانه مياشت د حافظ سعيد او یو شمېر نورو تندروه مشرانو پرضد د ترهګرو ډلو سره د مالي مرستو په تور کښې دترهګرۍ مقدمې درج کړې وې اؤ پرون یې حافظ سعید ګوجرانواله ښار ته دتګ په مهال نیولی ؤ .

دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ هم په ټوئټر د حافظ سعید په نیول کیدلو خپل غبرګون ښودلی خو پخپل ټوئټ کې یې دهغه نوم نه دی اخستی .

صدر ټرمپ لیکلي هغه د(حافط سعید) لټون دپاره دتیرو دوؤ کالو په مهال سخت فشار راوړی ؤ.

امریکا اؤ هند تورونه لګوي چې حافظ سیعد کال ۲۰۰۸م کې دهند په بمبۍ ښار د شوؤ ترهګریزو بریدونو سرخیل دی اؤ امریکا دهغه نوم د نړیوالو ترهګرو نوملړ ته هم وراچولی دی.

امریکا دحافط سعید پسر د یو کروړ ډالرو انعام هم ویستی دی.

پاکستان کې د حافظ سعيد اؤ نورو تندروه مشرانو پرضد د ترهګر ډلو سره د مالي مرستو په تور مقدمې په داسې حال کښې درج شوې وې چې په وروسیتو کښې د ترهګرو ډلو سره د مالي مرستو اؤ د پېسو د غېر قانوني انتقال د څار ادارې اېف ای ټي اېف پاکستان ته خبردارې ورکړی چي که د راتلونکي ستمبر پورې یې د ترهګرو ډلو اؤ هغوي سره د مالي مرسته کونکو پر ضد غوڅ ګامونه وانه خستل نو نوم به ي په تور نوملړ کښې ورګډ کړل شي.

اؤ اوس پاکستان حافظ سعید په داسې حال کې نیولی چې ټاکل شوې ده دپاکستان وزیراعظم عمران خان په ۲۲م جولایي واشنګټن ته پخپل وړومبي سفر روانیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG