لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ ویلي، امریکې د ايران ډرون نسکور کړی


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي د امریکا جنګي بېړۍ د زيارت، پنجشنبې په ورځ د ايران ډرون نسکور کړی، کوم چې په ابنایی هرمز يا هرمز تنګي کې بېړۍ ته ګواښ کولو.

ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو سره په خبرو کې ويلي ډرون د امریکا د يو اېس اېس بوکسر بېړۍ ته ۹۰۰ ميټره نزدې ؤ او څو ځله ورته خبرداری ورکړی شوی خو په هغې يې ځان غلی کړی ؤ.

نوموړي ويلي، ډرون په سمدستي ډول تباه کړی شوی او دغه کار ته یې د ايران لخوا د دښمنۍ تازه ګام ويلي چې په نړیوالو اوبو کې يې د بېړۍ پرضد کړی دی.

د امریکې صدر ويلي دا حق خوندي ساتي چې د خپلو ځواکونو او تاسیساتو ساتنه وکړي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف په نیويارک کې ويلي، هغوي داسې مالومات نه لري چې ډرون يې د لاسه ورکړی دی.

خو صدر ټرمپ په نړيواله ټولنه غږ کړی چې د ايران د دغه ګام غندنه وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG