لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان په افغانستان کې د ترهګرۍ غندنه او د تورونو رد کړی


د افغانستان ملي امنيت تور لګولی چې د کندهار د پولیس په مرکز بريد د پاکستان په چمن ښار کې پلان شوی خو پاکستان په افغانستان کې د ترهګرۍ غندنه کړې او ياد تور يې رد کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر وياند محمد فېصل په ټويټر ویلي، پاکستان په افغانستان کې د هر ډول ترهګرۍ غندنه کوي.

هغه ويلي د تورونو سیاست د اړونده ادارو ترمنځ د نزدې اړيکو د لارې د مسلو د هوارولو دپاره د دواړو ملکونو د مشرتابه په مينځ کې د شوؤ خبرو د روح پرضد دي.

فېصل ويلي پاکستان په افغانستان کې د هر ډول ترهګرۍ غندنه کوي او هيله ساتي چې دواړه هېوادونه به د افغانستان او سيمې د امن دپاره هڅې دوامداره ساتي.

د افغانستان ملي امنيت ويلي د کندهار د پوليس په مرکز چې کومو ترهګرو بريد کړی په پاکستان کې يې د خپلو مشرانو سره په ټيلیفون خبرې کولې او تور يې لګولی د پولې پورې غاړې په پاکستان کې ترهګر ښکاره موجود دي.

د کندهار په پوليس مرکز د زيارت، پنجشنبې په ورځ وسله وال بريد کې د چارواکو په وېنا ۱۱ تنه وژل شوي او ۸۳ نور ژوبل شوي وو.

طالبانو د ياد بريد زمه واري منلې وه.

XS
SM
MD
LG