لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنوبي وزیرستان:دټولټاکنو په مهال بریدونو کې یو پوځي وژل شوی،څلور تنه ژوبل


دافغانستان سره په پوله پرته د خیبر پښتونخوا قبائیلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې دصوبایي اسمبلۍ دپاره دکیدونکو ټولټاکنو په مهال په پاکستاني پوځیانو ډزې اؤ یو د راکټ برید شوی چې پکې یو پوځي وژل شوی اؤ د درېوؤ پوځیانو په ګډون څلور تنه ژوبل شوي دي.

د سیمې څخه سرچینو د خالي په ورځ وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي چې په پوځیانو د ډزو پېښه دجنوبي وزیرستان د سره روغه په کرګڼې سیمه کې رامینځته شوې ده.

سرچینې وایي پوځ په ګزمه بوخت ؤ چې د نامعلوم لوري پرې ناتاره ډزې وشوې اؤ په دغو ډزو کې دپوځ یو عسکر وژل شوی ،درې نور ژوبل شوي دي.

دپېښې سره سم په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه کرکڼې سیمې ته رسیدلي اؤ پېښه کې ژوبل شوي پوځیان یې دسیمې دولتي روغتون ته رسولي دي.

سرچینې وایي د سره روغه تحصیل په شینکۍ سیمه کې هم د نامعلوم لوري نه یو راکټي برید شوی چې پکې دکامران په نوم یو زلمی ژوبل شوی دی.

تر اوسه هیڅ یوې ډلې ددې بریدونو پړه پغاړه نه ده اخستې خو له دې وړاندې په پاکستاني پوځیانو د شوؤ زیاترو بریدونو پړه دپاکستان طالبانو تحریک قبوله کړې ده.

جنوبي وزیرستان کې دا تازه بریدونه په داسې حال کې شوي چې دپاکستان په تاریخ کې په وړومبي ځل د اوو قبائیلي ایجنسیو په خیبر پښتونخوا صوبه کې له ورګډیدو وروسته په دغو سیمو کې دصوبایي اسمبلۍ د۱۶ؤ چوکیو دپاره ټولټاکنې روانې دي.

دپاکستان دټولټاکنو کمیشن دا انتخابات د پوځ په نظارت کې کوي او نن په ټولو قبائیلي ضلعو کې دپوځ فعالیت دنور کله نه سیوا لیدل کیږي.

XS
SM
MD
LG