دپاکستان پوځ ویلي افغانستان سره په ګډه پوله د ازغن تار لګول کیدو له امله دپولې وضعیت دښه والي په لوري روان شوی اؤ اوس به دترهګرۍ پېښې ورو په ورو کمیږي.
دخالي په ورځ واشنګټن کې دپاکستان دسفارتخانې دننه رسنیو سره خبرو کې دپاکستان دپوځ ویاند میجرجنرال اصف غفور ویلي دپاکستاني اولس اؤ امنیتي ادارو په قربانیو اوس د پاکستان کورنی وضعیت له وړاندې ډیر ښه شوی اؤ اوس امنیتي ځواکونو خپل اساسي پام دبلوچستان لوري ته ګرځولی.
هغه وویل په بلوچستان کې د پوځ په مرسته دحکومت پرمختیایي پروژې دوامداره دي اؤ ددغه ایالت دخلکو د ژوند کچې لوړولو ته په ښه لوري پاملرنه کولی شي.
پوځي ویاند وویل کومې سیمې چې ترهګرۍ ځپلې دي اوس هلته پوځ د سول انتظامیې سره په ګډه دپرمختیا اؤ بحالۍ کارونه روان کړي دي اؤ غواړي چې دترهګرۍ ځپلو سیمو خلکو ته د ژوند ټولې اسانۍ برابرې کړل شي.
دپوځي ویاند له دې دعوې چې افغانستان سره په لګیدلې پوله دازغن تار لګولو له امله به اوس ورځ په ورځ د امن وضعیت ښه کیږي، یوازې یوه ورځ وروسته دخیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعه ډیره اسماعیل خان کې په پولیسو د ډزو پېښه اؤ ځانمرګي برید کې دڅلورو عسکرو په ګډون اوو کسان وژل شوي اؤ د شپږو عسکرو په ګډون ۱۷کسان ژوبل شوي دي.
دپاکستاني طالبانو تحریک ددغه برید پړه پغاړه اخستې اؤ ویلي یې دي چې دا برید یې دجون میاشت کې دخپل یو وژل شوي ملګري د بدل په توګه کړی دی.
تر دې وړاندې هم په نزدې وختونو کې دپاکستان په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو یو شمیر بریدونه شوي چې پکې په لسګونو پاکستاني امنیتي سرتیري وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.