لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ به په عمران خان د افغان سولې د خبرو په لړ کې فشار راوړي


يو لوړ پوړي امریکايي چارواکي ويلي صدر ډانلډ ټرمپ به د پاکستان په وزیراعظم عمران خان د ليدنې په مهال فشار اچوي چې د افغان سولې د عمل مخ په وړاندې بوتلو کې کوټلی ملاتړ وکړي.

پاکستان وايي طالبان يې د واشنګټن سره نېغ په نېغه خبرو ته د کښېنولو په لړ کې رول ادا کړی دی.

د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په قطر کې د افغان سولې د خبرو په لړ کې د څو مياشتو راهسې د طالبانو سره خبرې هم روانې دي.

يو امریکايي لوړ پوړي انتظامي چارواکي ویلي، د دغه سفر مقصد په پاکستان د افغانستان د سولې په بهير کې د کوټلې مرستې دپاره فشار اچول او دا چې پاکستان وهڅوي چې په کور دننه د تندلارو او ترهګرو پرضد خپلې هڅې کوټلې او دومداره وساتي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې د خبرو عمل د تېرو څو میاشتو راهسې دوام لري امریکايي چارواکي د نوم نه څرګندونو په شرط ويلي، واشنګټن د پاکستان دغه لومړی ګام ستايلی چې اسلام اباد د افغان سولې د خبرو ملاتړ کړی خو هغه زياته کړې دوي اوس داسې پړاؤ ته رسي چرته چې دوي نور ملاتړ ته اړتيا لري.

چارواکي ویلي امریکايي صدر به په دې ډېر خوښ وي چې پاکستان وهڅوي چې طالبان د اوربند او بېن الافغاني او د افغان دولت سره خبرو ته راولي او دوي هيله لري چې دا بحث به ګټور وي.

افغانستان د صدر ټرمپ نه څه تمې لري؟

بل لور ته د افغان ولسمشر اشرف غني وياند صادق صديقي ویلي دوي هيله لري چې د پاکستان د وزيراعظم عمران خان او د امريکايي صدر ډونلډ ټرمپ ترمنځه ملاقات کې به د افغانستان د سولې په اړه خبرې کيږي او دوي له امريکايي صدرنه هيله لري چې په عمران خان دا زور واچوي چې په افغانستان کې د امن لپاره ګامونه پورته کړي.

وايس اف امريکا سره په خبرو کې د اولسمشر اشرف غني وياند صادق صديقي ويلي چې د پاکستان او افغانستان اړيکې لا هم په پوره توګه سمې نه دي او د دې اړيکو سمولو لپاره بايد دواړه هېوادونه خپله بشپړه تګلاره خپله کړي.

د اشرف غني په دې ورستيو کې د پاکستان د سفر په اړه ښاغلي صديقي وويل چې په دغه مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافات په ښکاره ډول څرګند شوي وو، افغان اولسمشر دا محسوسه کړه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ نوې روغه جوړه کېدې شي خو د پاکستان له خوا دوي ته کوم عملي ګامونه نه ښکاري د کوم له وجې چې د افغان سولې عمل مخ په وړاندې تللې شي.

د صديقي په وينا چې امريکايي صدر بايد په عمران خان فشار واچوي چې نور د طالبانو ملاتړ پرېږدي چې داسې پاکستان د منطقي تګلارې برخه جوړه شي چې د سولې عمل وړاندې لاړ شي.

صديقي د حافظ سعيد نيول د بېلګې په توګه وړاندې کړل او زياته يې کړه چې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد ځکه ونيول شو چې امريکې د دوه کالو راهسې په پاکستان فشار اچوو.

د افغان سولې عمل په اړه د اولسمشر وياند وويل چې امريکا او افغانستان په شريکه دا عمل پېل کړی ؤ کوم چې يو حساسه مقام ته رسېدلې او هيله ده چې د ستمبر په لومړۍ نېټه به وړومبۍ موافقه لاسليک شي. له دې وروستو به د مذاکراتو دوېم پړاو شروع کيږي چې پکې به د طالبانو او افغان دولت ترمنځ نېغ په نېغه خبرې کولې شي.

د افغان اولسمشر اشرف غني وياند دا خبرې په داسې مهال کړي چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان د درې ورځو په سفر په امريکا کې دی او د ګل په ورځ به د امريکايي صدر ډونلډ ټرمپ سره په وايټ هاؤس کې ليده کاته کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG