لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني:د ګاونډیو د دروازو شاته په سپکاوي دانتظار وخت پایته رسېدلی


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي افغانستان له هیچا او هیڅ بل ملت سره بنیادي جنجال نه لري جنجال زموږ پر موقعیت دی. دغه موقعیت چې موږ لرو ورو، ورو یې په سیمه کې پر عوایدو لرونکې څلور لارې او لا زیاتو عوایدو بدلوو

ولسمشر اشرف غني پرون(ووشنبه) دافغانستان په صدارتي ماڼۍ کې د څارنې او انسجام دګډ بورډ په ۲۲ ناسته کې دخپلې وینا په مهال وویل افغان ملت راتلونکې اونۍ یو لوی سیاسي عمل پیلوي، دا به د جګړې، تاوتریخوالي، ځان غوښتنې او د نظام ضد دښمنانو او فرصت طلبو پر وړاندې عمل وي.

د ولسمشر اشاره افغانستان کې د راتلونکو ټولټاکنو په لوري وه چې چې پخپله اشرف غني اؤ دهغه یو شمیر نور سیاسي رقیبان ورته کاندیدان دي.

ولسمشر غني وویل د افغان ملت اووه میلیارده افغانۍ یې د دې لویې تاریخي پېښې یعنې ټاکنو او د هېواد د راتلونکي برخلیک ټاکلو ته ځانګړې کړې او دا لومړی ځل دی چې د ټاکنو ډېر لګښت افغانستان پخپله ورکوي.

دښاغلي اشرف غني وینا وه هیڅ افغان نه غواړي بې وطنه شي او زیاته یې کړه د بې وطنۍ او سرګردانۍ وخت تېر شوی دی. د خیرات ورکوونکو د دروازو شاته په کتار زموږ د ملت د درېدو وخت پایته رسېدلی او په بشپړ ډول باید پایته ورسېږي

د ښاغلي غني په ویناد ګاونډیو د دروازو شاته په سپکاوي د انتظار وخت پایته رسېدلی او باید په بشپړ ډول پای ته ورسېږي. موږ یو وخت د افکارو او تمدنونو د وصل ځای وو او باید خپل دغه تاریخي حیثیت اعاده کړو

نوموړي وویل افغانستان باید د آسیا وچه کې یتیم ماشوم نه وي. دا ملت باید په نړۍ کې بېوزله او بې کسه نه وي. هغه هېواد چې هر څه لري باید له هیڅ ونه وېرېږي.افغانان سولې او پیوستون ته اړتیا لري.

اشرف غني وویل مونږ نن له ترهګرۍ، داعشي او تکفیري افراطیت سره د مبارزې لومړۍ کرښه یو. د افغانستان دولت د نړۍ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو اساسي شریک دی، دغه شراکت ډېر ارزښتناک او ډېر بامفهومه دی او د خیرات پر بنسټ نه دی

په دغه جوړه شوې ناسته کې له افغانستان سره د یو شمېر مرستندویه هېوادونو او بین المللي سازمانونو استازو هم برخه درلوده.

XS
SM
MD
LG