لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:هیله لرو چې طالبان به افغان دولت سره خبرو ته کښېنوؤ


دپاکستا وزیراعظم عمران خان ویلي دافغان کشالی یوازینی حل طالبانو سره دامن په تړون کې دی اؤ دغه تړون ته رسیدل اوس ډير نزدې شوي دي.

تیره ورځ واشنګټن امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ سره دلیدنې په مهال خبریالانو ته وزیراعظم عمران خان ویلي “هیله لرو مونږ به راتلونکو ورځو کې طالبان افغان دولت سره خبرو اترو ته اماده کړو اؤ دافغان کشالې یو سیاسي هواری به را اوځي”

دافغان سولې دپاره دامریکایي استازي زلمي دتیرکال راهسې قطر کې طالبانو سره د سولې مزاکرات پیل کړي دي خو طالبان افغان دولت سره مخ په مخ له خبرو انکار کوي اؤ دریځ لري چې ترڅو امریکا افغانستان څخه دخپلو ځواکونو د ویستلو مهال ویش نه وي اعلان کړی ترهغې به افغان دولت سره خبرو ته نه کښیني.

دپاکستان وزیراعظم تیرکال ویلي وؤ صدر ټرمپ ترې دیو لیک دلارې دافغان کشالې په هواري کې مرسته غوښتې اؤ وروسته چې بیا په قطر کې دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ دسولې دخبرو لړۍ پیل شوه نو عمران خان وویل دغو خبرو ته پاکستان لاره هواره کړې ده.

صدر ټرمپ هم په دې موقعه ویلي چې “پاکستان دا مهال افغانستان کې زمونږ کوټلی لاس امداد کوي”

وزیراعظم عمران خان خبریالانو ته وویل” دا وړومبی ځل دی چې مونږ یو بل ته دومره نزدې شوي یو اؤ دصدر ټرمپ دې خبرې سره اتفاق کووم چې دافغان کشالې دپوځي لارې هواري سره به انسانانو ته زیان رسیږی”

ښاغلي خان وویل پاکستان پاکستان د تش په نامه ترهګرۍ په ضد جګړه کې قربانۍ ورکړي دي،۷۰ زره وګړي یې وژل شوي اؤ د اربونو ډالرو زیانونه یې پورته کړي دي.

د لیدنې په مهال خبریالانو دصدر ټرمپ څخه هم دافغان کشالې د هواري په اړوند پوښتنې کړي چې دغو پوښتنو ته ښاغلي ټرمپ پخپل ځوا کې ویلي امریکا افغانستان د وتلو دپاره پاکستان سره په ګډه کار کوي اؤ امریکا نه غواړيي په سیمه کې دیو پولیس رول ولوبوي

دپاکستان په اړوند دصدر ټرمپ د تیرو وختونو د سخت دریځ په اړوند دیوې پوښتنې ځواب کې صدر ډانلډ ټرمپ دخپل هیواد په پخوانیو صدرانو نیوکې وکړي اؤ وئ ویل “زه فکر نه کووم چې پاکستان په تیرو وختونو کې دامریکا اؤ دهغې د صدرانو درناوی کړی وی، زما پر اند پاکستان دافغانستان په هکله ډیر څه کولی شول خو داسې یې ونکړل”

د دې نه وړاندې به صدر ټرمپ په افغانستان کې د امن په اړه د پاکستان نه ګیله من و.

د کال ٢٠١٨ په لومړي ټویټ کې صدر ټرمپ ویلي وو چې امریکې پاکستان ته د اربونو ډالرو امداد ورکړی دی خو په بدل کې ورسره پاکستان د فریب او د درغلۍ نه کار اخستی دی.

د جنوبي ایشیا دپاره دپاره د خپل حکومت تګلاره د اعلانولو په وخت هم صدر ټرمپ په پاکستان تنقید کړی ؤ او ویلي یې وو چې پاکستان اوس هم ترهګرو ته په خپله خاوره پناه ځای ورکوي او اسلام اباد باید چې طالبان د مذاکراتو میز ته په راکش کولو کې خپل کردار ادا کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG