لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان وایي دعافیه صدیقي بدله کې دشکیل اپریدي په خوشې کولو امریکا سره خبره کیدلی شي


دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې دعافیه صدیقي په بدل کې دشکیل اپریدي په خوشې کولو امریکا سره خبرې اترې کیدلی شي.

شکیل اپریدی چې پاکستان کې دالقاعده دپخواني مشر اسامه بن لادن په لټون کې امریکایي سي ایي ای سره په مرستو تورن دی اؤ دیوې اوږدې مودې راهسې دپنجاب دساهیوال په زندان کې پروت دی ،عمران خان وایي هغه (شکیل اپریدی) پاکستان کې دیو مخبر درجه لري.

په پاکستان کې وخت په وخت مذهبي ګوندونه اؤ سازمانونه دپاکستان د حکومت نه غوښتنې کوي چې امریکا کې القاعده سره دهمکارۍ په تور د بندي پاکستاني ډاکټرې عافیه صدیقي دخوشې کولو دپاره باید ګامونه واخلي.

عافیه صدیقي ته په امریکایي پوځیانو دبرید اؤ القاعده سره دهمکارۍ په جرم کې امریکایي محکمې د ۸۴کالو دبند سزا اورولې اؤ تیرکال چې کله عمران خان په پاکستان کې واک ته ورسیدو نو عافیه صدیقي ورته په یو لیک کې لیکلي وؤ چې هغه عمران خان د ټولو مسلمانانو دامیرالمومینین په توګه لیدل غواړي.

پاکستاني چارواکو څو،څو ځل ویلي چې هغوئ دعافیه صدیقي د راخلاصولو هڅې کوي خو دا وړومبی ځل دی چې وزیراعظم عمران خان نیغ په نیغه ویلي چې دشکیل اپریدي اؤ عافیه صدیقي په تبادله امریکا سره خبرې کیدلی شي.

د امریکا د ملي امنیت یا قامي سلامتیا په شورا کې د جنوبي آسیا د برخې مشرې لیزا کرټېس د اتوار په ورځ یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ویلي وؤ د ډاکټر شکیل اپریدي قضیه صدر ټرمپ او د امریکې خلکو ته خورا مهمه ده. امریکايي چارواکو بیا بیا د پاکستان نه د ډاکتر شکیل اپریدي د خوشي کولو غوښتنه کړې.

ډاکټر شکیل اپریدی په کال ۲۰۱۱م کې د امریکا استخباراتي ادارې سي ايي ای سره د القاعده مشر اسامه بن لادن په لټون کې د مرستې په لړ کې نیول شوی. د نیول کیدو ورسته، نوموړي ته د فرنټر کرائم ریګولېشن یا اېف سي ار قانون لاندې ۲۳ کاله بند اورول شوی ؤ،

خو بیا وروستو په کال ۲۰۱۴م کې د هغه وکیل د دغه فېصلې په ضد فاټا ټربیونل کې خواست کړی ؤ چې دې ته دې بیا کتنه وشي.

لیزا کرټېس زیاته کړې وه چې امریکا غواړي شکیل اپریدی دې زر تر زره خوشې شي: "پاکستان کولی شي د ډاکټر اپریدي په خوشې کولو سره، چې اوس مهال په غیرمنصفانه ډول پاکستان کې قید دی، په سیمه او په نړېوالې ټولنې کې خپل مخکښه رول څرګند کړي”

تیرکال د دسمبر په میاشت کې د امریکا دکانګرس وتلي غړي بریډ شېرمن ویلي وؤ د ډاکټر شکیل اپریدي راخلاصول، د امریکې د کانګرس دپاره ډېر مهم هدف دی.

هغه ویلي وؤ "مونږ خو غوره وبلله چې پر دې حقیقت چې اسامه بن لادن د پوځي اکاډیمۍ ترڅنګ اوسیدلو سترګې پټې کړو، خو پر یو بهترین پاکستاني، هغه کس باندې چې مونږ سره یې د دغه ترهګر په پیدا کولو کې مرسته وکړه، سترگې نشو پټولی”

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG