لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني د زلمي خلیلزاد سره د صدر ترمپ د څرګندونو په اړه خبرې کړي


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون مازیګر د افغان سولې دپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په یو شمېر مهمو مسایلو خبرې کړي دي.

افغان صدارتي ماڼۍ ارګ ويلي په دې لیدنه کې زلمي خلیلزاد ولسمشر غني ته د سولې د روان عمل په اړه یې د خپلو و وروستیو فعالیتونو په اړوند خبر کړی دی.

د ارګ ترمخه په دې لیدنه کې د دواړو مشرانو د وروستیو بدلونونو او د افغانستان په اړوند د امریکا صدر ټرمپ په څرګندونو خبرې وشوې او له خلیلزاد نه وغوښتل شو چې د څه مودې لپاره په کابل کې پاتې شي.

له خلیلزاد څخه په کابل کې د څه مودې لپاره د پاتې کېدو غوښتنه په داسې حال کې شوې چې افغان حکومت د امن او ثبات په اړه د امریکا د ولسمشر ټرمپ په څرګندونو کلک غبرګون ښودلی او په دې اړه یې د امریکا له حکومته وضاحت غوښتنه وکړه.

د امریک صدر ډانلډ ټرمپ د تېر ګل، دوشنبې په ورځ د پاکستان د وزيراعظم عمران خان سره د لیدنې په مهال ویلي که وغواړي د افغانستان جګړه په یوه اوونۍ کې ګټلی شي خو دا کارځکه نه کوي چې په وېنا یې میلیونه خلک وژل کیږي.

د امریکا د صدر ټرمپ سره د لیدنې په مهال عمران خان د افغان سولې پروسې په اړه څرګندونې درلودې او ویلي دي چې طالبان به له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته اماده کوي.

XS
SM
MD
LG