لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لوګر کې د پاکستان په پیسو جوړ روغتون لس کاله وروسته پرانېستل شو


په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله
په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله

واشنګټن: د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې د پاکستان په پیسو جوړ هغه روغتون پرانېستل شوی چې لس کاله مخکې یې د جوړولو کار پیل شوی و.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وویل، چې د دغه روغتون پرانېسته په کابل کې د پاکستان د سفیر زاهد نصر الله او د پاکستان د ریاستي او سرحدي چارو وزیر شهریار خان افریدي لخوا د شورو یا چهارشنبې په ورځ پرانېستل شو.

(ددغه روغتون د بنسټ ډبره لس کاله وړاندې اېښودل شوې وه خو د جوړولو چارې یې د ځینو ستونزو له امله درېدلې وې او اوس د ملي یوالي د حکومت د هڅو په پایله کې بشپړ شو او نن پرانېستل شو.)

په ورته وخت کې د پاکستان د ریاستي او سرحدي چارو وزیر ښاغلي افریدي وویل، چې د پاکستان لومړی وزیر لیواله دی چې پاکستان ته د افغانانو په تګ راتګ کې اساني رولي او د دواړو هېوادونو سوداګري وده وکړي.

هغه دا هم وویل، چې پاکستان به د افغان حکومت په غوښتنه د ۴۴۰ افغان ډاکټرانو په روزنه کې هم مرسته وکړي.

د نایب امان الله خان لوګري په نامه دغه سل بستریزه روغتون دوهم روغتون شو چې د افغانانو لپاره د ګاونډي هېواد پاکستان په مرسته جوړېږي.

تر دې مخکې د پاکستان په مرسته د یو ۲۰۰ بستریز روغتون پرانسته په کابل کې د اپرېل په میاشت کې شوې وه.

د پاکستان سفارت ویلي، چې دوی د لوګر په روغتون باندې ۱۸ میلیونه ډالره لګولي.

د افغانستان د روغتیا وزیر وايي، چې په دې روغتون کې به د لوګر او شاخوا ولایتونو خلکو ته روغتیايي خدمات ورکول کېږي.

که څه هم پاکستان په افغانستان کې د ګوتو په شمار د بیارغونې پروژې لري خو بیا هم د هندوستان لخوا په افغانستان کې د سترو پروژو په پرتله ډېرې کمې او وړې دي او ددې ترڅنګ افغان حکومت په افغانستان کې د ټولو نارامیو او ورانکارو ډلو تر شا د پاکستان لاس ګڼي.

په افغانستان کې د هندوستان د بیارغونې پروژې بیا ډېرې سترې او تاریخي دي چې د بیلګې په توګه یې د افغانستان د پارلمان د ودانۍ جوړول او د سلما د برښنا د بند له پروژو یادونه کولای شو.

د هندوستان لخوا د افغانستان د پارلمان د ودانۍ په جوړولو باندې ۲۲۰ میلیونه ډالره او د سلما د برښنا د بند په جوړولو باندې نږدې ۳۰۰ میلیونه ډالره لګښت راغلی او د افغانستان او هندوستان د دوستۍ نوم ورته ورکړل شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG