لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن داوړ او علي وزیر بيا عدالت ته نه دي وړاندې کړی شوي


د وزيرستان څخه منتخب د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشران علي وزیر او محسن داوړ نن بيا عدالت ته نه دي وړاندې کړل شوي او ویل شوي د مقدمې اورېدونکی قاضي په چهټۍ ؤ ځکه هغوي ته د بيا وړاندې کېدو دپاره د اګست درېمه نېټه ورکړل شوې ده.

د علي وزیر او محسن داوړ د طرفه عدالت ته حاضر شوي وکيل عمران وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل، هغه قاضي چې د يادې مقدمې اورېدنه کوي هغه نن په رخصتۍ ؤ او دا مقدمه د شمالي وزیرستان سيشن ته سپارل شوې وه، خو حکومتي وکیلانو وويل چې د مقدمې د خپل ټاکل شوي قاضي نه پرته بل جج دا اورېدنه نه شي کولی.

عمران زياته کړه ځکه موجود قاضي د مقدمې د اورېدنې دپاره بله نېټه د اګست درېمه وټاکله.

په علي وزير او محسن داوړ باندې د بنو د ترهګرۍ پرضد عدالت کې مقدمه چليږي.

له دې وړاندې په ۱۸م جولايي هم علي وزير او محسن داوړ عدالت نه ؤ وړاندې کړی شوي.

علي وزير د جنوبي وزيرستان او محسن داوړ د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ منتخب غړي دي.

په دوي دواړو د ۲۶ مې د خړ کمر په چیک پوسته د بريد او د هغې وروسته په اووم جون د پوځ په ګاډي د چاؤدنې تورنې مقدمې جوړې کړی شوي دي.

علي وزير او محسن داوړ دا وخت د هري پور په زندان کې بنديوان دي.

بل لور ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر عبدالله ننګيال بېټنی چې د ټانک جنډولې سره تعلق لري پرون د چهارشنبې، شورو په ورځ يې په تهري اېم پي او کې ضمانت منظور شوی خو په کوهاټ کې په هغه د جوړې مقدمې په تور کې بيرته بيا نيول شوی دی.

د عبدالله ننګيال بېټني سره ادريس پشتين، بلال پشتين، رحمت شاه مسيد، زبېر، يوسف او عارف وزیر نزدې يوه میاشت د تهري اېم پي او لاندې په ټانک کې نيول شوي وو.

د دوي وکيل شهاب خټک وايي هايکورټ د دوي په ضمانت د خوشي کولو امر کړی خو تراوسه پورې په دوي کې يواځې درې کسان عبدالله ننګيال بېټنی، عارف وزير او يوسف خوشي کړی شوي او نور لا په زندان کې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG