امریکا ويلي د پاکستان وزيراعظم عمران خان "ژمنه کړې چې هغه به د طالبانو نه وغواړي چې د افغان دولت سره خبرو ته کښېني".
د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت وياندې مورګن اورټېګس نه د خبري غونډې په مهال د پاکستان د وزیراعظم د امریکايي مشرانو سره د ليدنې په اړوند پوښتنه شوې او هغې يې په ځواب کې ويلي،
"دا لومړۍ ليدنه وه او دا ليدنه د صدر (ډانلډ ټرمپ) او بهرنيو چارو د وزير (مايک پمپيو) دپاره lموقع وه چې د وزيراعظم عمران خان سره يې د نزدې نه ليده کاته وشو".
هغې وويل، "اوس دوي فکر کوي چې دا وخت دی چې په دغه ليدنه په کاميابۍ پرمختګ وشي".
د بهرنيو چارو د وزارت وياندې زياته کړه د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي، "هغه به د طالبانو وغواړي چې د افغان حکومت سره خبرو ته کښېني".
اورټېګس وويل دوي د افغان سولې دپاره ژمن دي او دوي فکر کوي چې دا يو مهم قدم دی.
هغې وويل، د صدر ټرمپ او بهرنیو چارو د وزير پمپيو سره د عمران خان په ليدنه کې په يو شمېر چارو بحث شوی او اوس وخت دی چې په ناسته کې په شوؤ ژمنو عمل وشي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان د امریکې د سفر په مهال په واشنګټن کې د څېړنېزې ادارې یو ایس انسټیټیوټ اف پیس کې د خبرو په وخت ويلي ؤ د وزیراعظم منتخت کېدو ورسته ورسره د طالبان یو پلاوي لیدل غوښتل خو د افغان حکومت د مخالفت لا امله یې طالبانو سره د لیدلو نه ډډه وکړه.
عمران خان ويلي ؤ اوس یې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او افغان صدر اشرف غني سره خبرې کړې دي او زر به طالبانو سره ویني. هغه وویل د خپل وس هر کوښښ به کوي چې طالبان د افغان حکومت سره خبرو ته کښېنوي.