لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبان وايي که پاکستان بلنه راکړي ورځو


افغان طالبانو ویلي که پاکستان ورته بلنه ورکړي دوي د وزيراعظم عمران خان سره لیدو له ورځي خو د اسلام اباد نه ورته کومه بلنه نه ده ورکړی شوې.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د امریکا د سفر په مهال ويلي ؤ د وزیراعظم منتخت کېدو ورسته ورسره د طالبانو یو پلاوي لیدل غوښته خو د افغان حکومت د مخالفت له امله یې طالبانو سره د لیدلو نه ډډه وکړه.

عمران خان ويلي ؤ اوس یې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او افغان صدر اشرف غني سره خبرې کړې دي او زر به طالبانو سره ویني.

هغه ويلي د خپل وس هر کوشش به کوي چې طالبان د افغان حکومت سره خبرو ته کښېنوي.

د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهېل شاهين وايس اف امریکا ته ويلي چې پاکستان د افغانستان ګاونډي اسلامي هېواد دی چرته چې په لويه شمېره کې افغان کډوال هم اباد دي او که پاکستان بلنه ورکوي دوي به ضرور لاړ شي.

هغه ويلي دوي روس، چين او نورو هېوادونو ته تللي چې په افغانستان کې سوله او اسلامي حکومت جوړ شي او پاکستان ته به هم لاړ شي.

طالب ویاند ويلي د پاکستان د رسمي بلنې وروسته به عمران خان سره د لیدنې دپاره پلاوی ټاکي. خو پاکستان تراوسه په دغه اړوند څه نه دي ويلي.

روان کال هم داسې ويل شوي چې د طالبانو پلاوی د پاکستان د وزیراعظم عمران خان سره ليدو له اسلام اباد ته ځي خو په اخري وخت کې دغه ليدنه ځنډول شوې وه.

XS
SM
MD
LG