لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حریم خان:دمخکې تګ دپاره به دې خبرې نه تېریدل وي چې "خلک به څه وایي"


دپښتو پېغله سندرغاړې حریم خان وایي که پښتانه زلمي اؤ پېغلې غواړي چې په ټولنه کې یو مقام پیدا کړي اؤ دخپلې خوښې په څانګه کې مخکې لاړ شي نو ددې خبرې نه به ورته تیریدل وي چې دا خلک به څه وایي؟

دپېښور دنوښار سیمې سره تړاؤ لرونکې پېغله حریم خان دپاکستان پلازمینه اسلام اباد کې زېږیدلې ده خو اوس په پېښور کې استوګنه لري اؤ له دغه ځایه یې دکمپیوټر سائنس په څانګه کې لوړې زده کړې کړي دي.

حریم خان د تیرو دوؤ کالو نه د سندرو نړۍ ته راوتلې ده اؤ په دغو ووؤ کالو کې ډيرې لږې سندرې ویلي دي چې شمیره یې ایله ۳۰ؤ ته رسیږي.

خو حریم خان وایي هغه د سندرو په مقدار نه بلکې په معیار باور لري اؤ همدغه وجه ده چې ډیرې کمې سندرې وایي خو معیاري سندرو ته ارزښت ورکوي.

د وائس اف امریکه ډیوه ستوري پروګرام کې دخبرو په مهال حریم خان وویل دهغې دماشومتوب نه سندرو سره مینه وه ، دنازیه اقبال سندرې یې ډیر خوښیدې اؤ ارمان یې ؤ چې یوه ورځ باید هغه پخپله هم سندر غاړې جوړه شي اؤ لکه د نازیه اقبال یې په ټوله نړۍ کې خلک وپيژني.

حریم خان وایي مور یې غوښتل په هغې تعلیم وکړي اؤ له تعلیم وروسته بیا په کوم بینک کې نوکري پیدا کړي خو د حریم خان په وینازه الله سندرو له پیدا کړې وم اؤ سندرغاړې جوړه شوم

هغه د سندرو په مینه کې دومره لرې تللې ده چې وایي د څوارلسم ټولګي څخه له خلاصیدو وروسته اوس نورې زده کړې هم کول نه غواړي اؤ واده ته هم تیاره نه ده.

کله چې ډیوه دهغې نه پوښتنه وکړه ولې واده نه کوې ؟ وئ ویل زه غواړم چې په فن کې دومره لویې مقام پیدا کړم چې ټوله دنیا مې وپيژني اؤ کله که مې واده وکړو نو بیا به رانه سندرې پاتې وي ، ځکه چې دهغه ژوند سره بیا فني ژوند ډیر ګران شي.

حریم خان وایي کله چې دسندرو فن ته راوتله نو مخې ته یې ډير مشکلات وؤ خو دغو مشکلاتو ته یې نه دي کتلي اؤ خپل هنري سفر ته یې دوم ورکړی .

هغه وایيمشکلات خو د ښځې ذات دپاره په هر میدان کې شته که هغه ډاکټره وي اؤ هسپتال ته ځی هم ورپسې دچم ګاونډ خلک خبرې کوي، که استاده وي اؤ سکول ته ځي هم ګام په ګام منفي رویې ویني ، اؤ که سندرغاړې وي اؤ سندرو له ځي نو هم به د خلکو خبرې اوري

دحریم خان په وینا مونږ به ته به اوس ددې سوچ نه وتل وي چې دا خلک به څه وایي که چرې دنن دور زلمي اؤ پېغلې دخلکو خوښې ته کښېناستې نو دنیا به ترې ډيره مخکې لاړه شي اؤ هغوئ به پخپل ځائ پاتې شي.

هغې زیاته کړه دا خلک په مونږ پسې خبرې خو کوي خو کله چې مونږ ته د دوئ د مرستې ضرورت وي نو بیا مو هیڅوک مرستې ته نه راوړاندې کیږي نو بیا مونږ ولې د دوئ په منفي خبرو خپل مستقبل تباه کړو اؤ د دوئ په خوښه خپل ژوند وکړو.

دحریم خان په کورنۍ کې له هغې پرته بل هیڅوک د هنر د نړۍ سره تړاؤ نه لري خو هغه په سندرو ورکه مئینه ده اؤ دا وایي په سندره که ورته څوک هرڅه وایي هغه یې پرواه نه کوي.

دهغې په وینا خلک په مونږ هم دومره پوهیږي څومره چې د هغوئ ذهنونه دي، خو زه وایم چې هر مور اؤ پلار دې خپل اولاد ته موقعه ورکړي چې هغوئ په څه کې مخکې تلل غواړي یا کومه پیشه اختیارول غواړي هغې کې دې ورسره مرسته وکړي.

هغه پخپله په نورو سندرغاړو کې د هارون باچا، نازیه اقبال اؤ زبیر نواز نه متاثره ده اؤ وایي غزل یې دخوښې صنف دی ، غزل ډير په مینه وایي.

دکمپیوټري ټیکنالوجۍ په مرسته دخپل اواز د بدلولو سخته مخالفه ده اؤ وایي زه خو سندرغاړی هغې ته وایم چې په ژوندۍ بڼه سندرې ویلی شي ، د کمپیوټر په زور به خلک څه سندرغاړی شي؟

حریم خان په ټولنیزو رسنیو فیس بک ،‌ټوئټر ټیک ټوک اؤ انسټا ګرام هم وخت په وخت خپلې ویډیو ګانې اؤ سندرې خپروې اؤ ډير خلک یې خوښوي هم خو ځېنې خلک پرې بیا نیوکې هم کوي چې د پښتو کدرونه د پښو لاندې کوي ، خو حریم خان دغو خلکو ته تنګ نظره وایي اؤ دریځ لري چې په سندره ویلو هیڅکله پښتني کدرونه نه پائمالیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG