لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان په وړومبي ځل افغان دولت سره نېغ په نېغه دسولې خبرو ته کښېني


دافغانستان حکومت ویلي په وړومبي طالبانو سره مخ په مخ د سولې خبرو ته کښېني اؤ دا خبره به په راتلونکو دوؤ اوونیو کې پیل شي.

دپاکستان ډان ورځپاڼې د نړیوالې خبري شبکې ایسوسي ایټډ پریس د راپور په اساس لیکلي دطالبانو اؤ امریکا ترمینځ د تیر یو کال راهسې دسولې خبرې روانې دي خو په دې خبرو کې طالبانو تل افغان دولت د ګوډاګي په نوم یاد کړی اؤ‌ له خبرو یې ورسره انکار کړی دی .

د راپور له مخې دامن دچارو دپاره دافغانستان دمملکت وزیر عبدالسلام رحیمي منلې ده چې دافغان دولت ۱۵کسیز پلاوی به په راتلونکو دوؤ اوونیو کې په اروپا کې طالبانو سره دسولې خبرو ته کښیني خو هغه ددې خبرو په اړوند نور هیڅ جذئیات نه دي ښکاره کړي.

بل لوري ته دافغان سولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیل زاد په ټوئټر لیکلي چې کله چې مونږ خپلو کې کوم تړون ته ورسیږو نو بیا به د بین الافغاني خبرو یو بل پړاؤ کیږي

هغه لیکلي په دغو بین الافغاني خبرو کې به طالبان، لوړ پوړي دولتي چارواکي،د مهمو سیاسي ګوندونو استازي ، دمدني ټولنې اؤ ښځو استازي برخه ولري.

طالبانو لا ددې خبرې پخلی نه دی کړی چې افغان دولت سره به مخ په مخ دسولې خبرو ته کښیني خو په نزدې ورځو کې دطالبانو د قطر دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي وؤ طالبان به ترهغې افغان دولت سره دسولې خبرې نه کوي ترڅو چې امریکا د نړیوالو شاهدانو په موجودیت کې افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ویستلو مهال ویش نه وي اعلان کړی.

درې ورځې وړاندې واشنګټن ته دخپل سفر په مهال دپاکستان وزیراعظم ښاغلي عمران خان ویلي وؤ هغه به هڅه وکړي چې طالبان افغان دولت سره ډیر زر مخ په مخ خبرو ته کښینوي.

دعمران خان له دغو خبرو وروسته د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهېل شاهين وايس اف امریکا ته ويلي وؤ چې پاکستان د افغانستان ګاونډي اسلامي هېواد دی اؤ که هغه طالبانو ته بلنه ورکوي دوي به ضرور دغه هیواد ته لاړ شي.

طالب ویاند ويلي وؤ د پاکستان د رسمي بلنې وروسته به عمران خان سره د لیدنې دپاره پلاوی ټاکي. خو پاکستان تراوسه په دغه اړوند څه نه دي ويلي.

افغان دولت څو څو ځل اسلام اباد دطالبانو په ملاتړ تورن کړی اؤ ویلي یې دي چې که طالبانو سره دپاکستان مرسته نه وي نو هغوئ یوه اوونۍ هم دجګړې کولو توان نه لري خو پاکستان دا تورونه ردوي اؤ وایي پاکستان افغانستان کې دیوې ډلې هم ځانګړی ملاتړ نه کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG