لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د اسامه بن لادن زوی وژل شوی، امریکايي چارواکو پخلی کړی


د راپورونو ترمخه د القاعده ډلې د جوړؤنکي اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن د امریکا په ملاتړو عملیاتو کې وژل شوی دی.

يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط د اسامه بن لادن د زوي حمزه بن لادن په مشکوک ډول د مړينې پخلی کړی دی او دغه خبر د شورو، چهارشنبې په ورځ اېن بي سي ورکړی دی.

نيويارک ټايمز بيا ويلي د اسامه بن لادن ځوان زوی دوه کاله وړاندې وژل شوی ؤ چې امريکا عمليات کول خو حکومت په دغه اړوند څه نه دي ویلي او نه چارواکي نور مالومات شريک کړي دي.

امریکې د اسامه بن لادن د زوي د مالوماتو ورکولو په سر يو ملين ډالره انعام اېښودی ؤ.

د کال ۲۰۱۱م د مې په مياشت کې د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن د کور څخه داسې اسناد ترلاسه شوي ؤ چې پکې ليکل شوي حمزه بن لادن به د القاعده مشري سمبالوي.

امریکې د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ په مياشت کې حمزه بن لادن نړیوال ترهګر ګرځولی ؤ.

او حمزه بن لادن څو ځله د پلار (اسامه بن لادن) د وژنې د بدل اخستو دپاره په امریکا د بریدونو غږ هم کړی ؤ.

XS
SM
MD
LG