لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني سره په دوهم وار دزلمي خلیلزاد لیدنه،ایا افغان سوله نزدې شوې ده؟


افغان سولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیلزاد دافغانستان ولسمشر اشرف غني سره په روانه اوونۍ کې په دوهم وار لیدنه کړې اؤ ورسره یې افغانستان کې دسولې پروسه کې په شوؤ پرمختګونو خبرې اترې کړي دي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ د بیان له مخې په دغه کتنه کې چې دچهارشنبې په ماذیګر په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو د سولې پروسه کې د وروستيو تحولاتو او د افغان دولت د مذاکره کوونکي پلاوي ټاکلو کې د پرمختګونو په خبرې وکړې.

دغه راز ډاکټر زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره سیمې ته د خپلو راتلونکو سفرونو په اړه ولسمشر اشرف غني ته معلومات ورکړل.

تر دې دمخه په ۲۹جولایي هم زلمي خلیلزاد د ولسمشر اشرف غني سره لیدلي وؤ اؤ هغه سره د سولې خبرو ته دافغان دولت په چمتووالي خبرې کړې وې.

امریکایي استازي زلمي خلیلزاد دتیرکال راهسې په قطر کې طالبانو سره دسولې دمذاکراتو لړۍ پیل کړې ده اؤ دواړه لوري دعوې کوي چې په دې خبرو کې زیات پرمختګونه هم شوي دي خو تر اوسه دواړه خواوې دسولې په اړوند کوم غوڅ تړون ته نه دي رسیدلي.

تیره ورځ په ټوئټر زلمي خلیلزاد لیکلي وؤ “که طالبان خپله برخه کار وکړي نو مونږ به هم خپل کار وکړو او تړون به وشي”

زلمي خلیلزاد زیاته کړې وه "له هاغې وروسته چې د ځانګړي استازي په توګه مې دنده پیل کړې، له کابل څخه مې دا تر ټولو زیات ګټور سفر و چې راټولوم یې. امریکا او افغانستان په راتلونکو ګامونو باندې موافقه کړې ده او مرکچي پلاوی او تخنیکي ډلې جوړې شوې دي"

بلخوا طالبانو هم هیله ښکاره کړې ده چې قطر کې د دې اوونۍ په اخره کې د امریکا سره په افغانستان کې د ۱۸ؤ کالو د اوږدې جګړې ختمولو لپاره کیدونکو ممکنه خبرو کې به یوې موافقې ته ورسي.

قطر کې د طالبانو د مزاکراتي ډلې ویاند سهیل شاهین وي او ای ته ویلي دي چې دواړو ډلو د یو کال په موده کې ډیر محنت کړی دی او یوه مسوده ېئ هم لیکلې ده چې په کې ټولو اهمو موضوعاتو ته پام شوی دی.

په دې وروستیو کې ولسمشر اشرف غني اسلام اباد ته هم سفر کړی ؤ اؤ دپاکستاني مشرانو څخه یې دافغان کشالې په هواري کې مرسته غوښتې وه.

تیره اوونۍ دپاکستان وزیراعظم عمران خان واشنګټن ته سفر کړی ؤ اؤ دامریکایي قانون سازانو غونډې ته یې پخپله وینا کې ویلي وؤ هغه به هڅه وکړي چې طالبان افغان دولت سره مخ په مخ خبرو ته کښېنوي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ اراده څرګنده کړې ده چې د امریکا تر ټولو اوږد خارجي پوځي مداخلت پاېې ته ورسوي. دې جنګ باندې د امریکا د یو کهرب ډالرو نه زیاته خرچه شوې ده او ۲۴۰۰پورې د امریکې پوځیانو هم ژوند د لاسه ورکړې دې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG