لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ یو ځل بیا دکشمیر په شخړه دهند اؤ پاکستان ترمینځ دمنځګړتوب وړاندیز کړی


دامریکې صدر ډانلډ ټرمپ یو ځل بیا د کشمیر دشخړې هواري دپاره دهند اؤ پاکستان ترمینځ دمنځګړتوب وړاندیز کړی اؤ ویلي یې دي دا د نریندرمودي خوښه ده چې هغه دمنځګړتوب وړاندیز قبلوي که نه؟

د زیارت په ورځ واشنګټن کې خبریالانو ته صدر ټرمپ ویليمودي اؤ عمران خان ښه سړي دي اؤ زه ګڼم چې هغوئ دواړه په ګډه کار کولی شي

هغه وویل پاکستان اؤ هند سره یې دکشمیر په شخړه د منځګړتوب خبره کړې ده اؤ که هغوئ وغواړي نو دی چمتو دی چې دمنځکړي رول ولوبوي.

خو د هند بهرنیو چارو وزیر جی شنکر په ټوئټر لیکلي دی چې هغه خپل امریکایي سیال مائیک پومپیو ته ډاګیز پیغام رسولی چې د کشمیر په معامله خبرې اترې به یوازې پاکستان سره کیږي اؤ دا خبرې به دوه اړخیزه بڼه لري.

تر دې دمخه تیره اوونۍ واشنګټن کې دپاکستان وزیراعظم عمران خان سره لیدنه کې په وړومبي ځل صدر ټرمپ دکشمیر په شخړه د منځګړتوب وړاندیز کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ دهند صدراعظم نریندر مودي هم هغه نه ددې شخړې هواري کې د منځکړتوب خواهش کړی دی.

خو هندي چارواکو دصدر ټرمپ دغه دعوه رد کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې هند کله هم صدر ټرمپ نه دمنځکړتوب خواهش نه دی کړی.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویناند وریش کمار په ټوئټر لیکلي وؤ دامریکایي صدر څخه داسې هیڅ غوښتنه نه ده شوې ،دواړه هیوادوه د دواړخیزه ستونزو پخپلو کې په هواري ټینګار کوي

دهند له لوري د صدر ټرمپ ددعوې ردولو وروسته یو لوړپوړي امریکایي چارواکي امریکه غږ ته ویلي وؤ چې صدر ټرمپ په ډاګه کړې که چرې هند اؤ پاکستان دواړه امریکا څخه د منځګړتوب غوښتنه کوي نو امریکا چمتو ده چې د کشمیر دشخړې په هواري کې خپل رول ولوبوي.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند دکشمیر په شخړه د صدر ټرمپ د منځګړتوب د وړاندیز هرکلی کړی ؤ اؤ ویلي وؤ د ټرمپ ددې وړاندیز له امله د کشمیر د ستونزې په راڅرګندیدو کې مرسته شوې ده.

دهند اؤ پاکستان ترمینځ د کال ۱۹۴۷ څخه دکشمیر د ملکیت په سر لانجه راروانه ده اؤ دواړه هیوادونه دغه خاوره خپله ګڼي،

دکشمیر یوه ستره برخه د هند د واک لاندې ده اؤ په څه برخه یې پاکستان واکمني لري

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG