د افغانستان د سولې دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي دوي په دې پسې دي چې د سولې لوظنامخه وکړي نه چې د پوځ ويستلو، خو د سولې تړون به د ځواکونو ويستلو ته لار جوړه کړي.
خليلزاد په ټويټر ویلي دوحې ته د طالبانو سره بيرته د خبرو روانولو دپاره ځي. او دوي د سولې د تړون هڅه کوي نه چې د ځواکونو د ويستلو خو د سولې لوظنامه به د ځواکونو وتلو ته لار هواره کړي.
هغه ويلي په افغانستان کې پاتې کېدل شرطونه لري او د ځواکونو وتل به هم د شرطونو په بنياد وي.
په بل ټویټ کې نوموړي ويلي د طالبانو لخوا داسې اشارې دي چې دوي به لوظنامه وکړي. او دوي هم غوره لوظنامې ته تيار دي.
د طالبانو لخوا په سمدستي ډول د زلمي خليلزاد څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ويل شوی.
زلمي خليلزاد د طالبانو سره د خبرو د تازه پړاؤ په اړوند بيان د پاکستان د سفر نه وروسته ورکړی دی.
نوموړي د اګست په لومړۍ او دوېمه نېټه د پاکستان سفر کړی د پاکستان د وزيراعظم عمران خان، بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي او د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره يې ليدلي دي.
په اسلام اباد کې د امریکا سفارتخانې د زلمي خليلزاد د پاکستاني چارواکو سره ليدنې په اړوند ویلي نوموړي پاکستاني چارواکي د افغان سولې د عمل د پرمختګ او راتلونکې تګلارې څخه خبر کړي دي.
هغه د افغان سولې په عمل کې د پاکستان د رول او په دغه لړ کې د نورو ګامونو په اړوند هم خبرې کړي کوم څه چې پاکستان کولی شي.
ښاغلي خليلزاد د پاکستان او افغانستان په اړوند ويلي چې د کوټلي امنيت په ځای کېدو دپاره د افغانستان او پاکستان نه د باور د ضمانت تقاضه کوي چې يو ملک به د بل پرضد نه کاريږي.
د وزیراعظم عمران خان سره د زلمي خليلزاد د ليدنې په اړوند د پاکستان سرکاري ميډيا ویلي ؤ، عمران خان د زلمي خليلزاد سره په ليدنه کې ژمنه کړې چې پاکستان به د افغانستان د سولې او روغې جوړې په عمل کې د امریکا او نورو فريقېنو ترمنځ د خبرو په لړ کې خپل رول لوبوي.