لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان:امریکا سره ۸۰فیصدي خبرې سرته رسېدلې دي،اوسنیو خبرو کې به یو غوڅ تړون ته ورسیږو


طالبان وایي امریکا سره یې ۸۰فیصده خبرې سرته رسولي دي خو افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو په مهال ویش اوس هم خبرې پاتې دي چې هیله ده دقطر اوسنیو خبرو کې به پرې امریکا سره یوې هوکړې ته ورسیږي.

دپاکستان ډان ورځپاڼې ته په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي دي امریکا سره مذاکراتو کې چې کوم ۲۰فیصده کار پاتې دی هغې کې افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو وتل اؤ یوه بله ستونزه شامل ده خو هغه ددغې بلې ستونزې نوم وانخستو اؤ وئ ویل “هغه دومره ستره ستونزه نه ده ،ترټولو ستره ستونزه د بهرنیو ځواکونو د وتلو ده”

تر دې وړاندې قطر ته دسولې داتم پړاؤ خبرو دپاره له رسیدو وروسته افغان سولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیلزاد هم پخپل یو ټوئټ کې ویلي “طالبانو داسې اشارې ښودلي چې غواړي هوکړه نهايي شي. موږ يوې ښې هوکړې ته چمتو يو”

خو ښاغلي خلیلازد تر دې دوه ورځې وړاندې دا هم ویلي وؤ چې امریکا افغانستان کې دسولې په تړون غواړي د بهرنیو ځواکونو د ویستلو تړون نه لټوي.

دطالبانو ویاند ویلي “مونږ هیله لرو چې دخبرو په دې پړاؤ کې به په یو تړون هوکړه وکړو ځکه چې امریکا تر دې دمخه هم دې لوري ته اشارې کړي دي”

سهیل شاهین ویلي “امریکا د سولې دتړون لوري ته اشارې کوي خو تراوسه دخبرو اترو په میز یا لیکلې بڼه داسې یو څه نه دي شوي چې حساب پرې وشي ،دبهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش زیات اړین دی اؤ مونږ هیله لرو چې دخبرو دې پړاؤ کې به پرې پرېکړه وشي”

دصدر اشرف غني حکومت سره مخ په مخ دخبرو پیل کولو په اړوند دامریکایي غوښتنې په هکله دطالبانو ویاند وویل” دبین الافغاني خبرو اؤ افغانستان کې د اوربند په ارزښت مونږ پوهیږو خو په دې هرڅه به امریکا سره دسولې د تړون وروسته خبرې کولی شي”

دیوې پوښتنې په ځواب کې طالب ویاند وویل “مونږ دکابل حکومت نه منو خو هغوئ دافغانستان د نورو اړخونو په څېر د شخړې یوه برخه ګڼو ،هغوئ به هم بین الافغاني خبرو کې برخه وال وي خو دا به هله کیږي چې امریکا سره ټولې معاملې سرته ورسوؤ”

هغه ویلي داسلام اباد نه طالبانو ته تر اوسه دخبرو کومه بلنه نه ده ورغلې خو که بلنه ورشي نو څنګه چې هغوئ نورو هیوادونو ته خپلې ډلې لیږي دغسې یې پاکستان ته هم لیږلی شي.

طالب ویاند دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د شنبې د ورځې نه په قطر کې دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ دسولې دخبرو اتم پړاؤ پیل شوی چې ټاکل شوې تر۱۳م اګست به دوام ولري.

امریکا اؤ طالبانو هیله ښودلې چې په دې مذاکراتو کې به دواړه لوري یو غوڅ تړون ته ورسیږي.

خو څیړونکي اوس هم وایي چې دبهرنیو ځواکونو د ویستلو مهال ویش هغه لویه ستونزه ده چې په سمدستي توګه دسولې دتړون مخې ته خنډان راولاړولی شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG