لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نيپالي ځوان دپاکستان پینځوؤ دنګو غرونو ته لږه موده کې دختلو نړیوال ریکارډ جوړ کړو


٣٥ کلن د نېپال وګري نرمال پرجا يوازې په ٢٣ ورځو کې په پاکستان کې د ٧٠٠٠ ميټره نه د دنګوغرونو څوکو ته ختلی اؤ یو نوی ریکارډ یې پخپل نوم کړی.

په پاکستان کې دغره ختونکو داسانتياؤ ادارې الپاين کلب تر مخه دا يو نړيوال ریکارډ دی چې دغه نيپالي ځوان جوړکړو.

د الپاين کلب پاکستان عمومي سکتر کرار حيدري ډيوه نيوز ته ويلي،نرمال پرجا د نړۍ د دويم دنګ غر کی ۲ تر څنګ دنانګا پربت اؤ ګشر بروم غرونو څوکو ته هم ختلی.

نرمال پرجا پاکستان ته دراتګ نه وړاندې په نېپال کې هم د هاغو دوؤ غرونو څوکو ته ختلی چې د ٨٠٠٠ ميټره نه زيات اوچتوالی لري ۔

کرار حيدري وايي ، k2 اؤ ګشر بروم هغه غرونه دي چې څوکو ته يي رسيدل دهر چا د وس کار نه دې خو نرمال په هاغو ټولو لارو چارو پوهه دی چې غره ته به څنګه خیژي اؤ ددې ترڅنګ د ځان ژغورنې په تیکنیکونو هم خبر دی .

نیپالي ځوان ته پاکستان کې دلوړو غرونو څوکو ته په ختلو جائزه ورکول کیږي
نیپالي ځوان ته پاکستان کې دلوړو غرونو څوکو ته په ختلو جائزه ورکول کیږي

نرمال پرجا وايي په اوو مياشتو کې به د نړۍ د ١٤دنګوغرونو څوکوته دختلو نړيوال ریکارډ جوړوي اؤ ددغه مقصد دپاره اوس بيرته نيپال ته روان دی.

دالپاين کلب تر مخه تر دې وړاندې په اوو کلونوکې د نړۍ ١٤ دنګو غرونو ته دختلو ریکارډ شته اوس نرمال پرجا دغه د اوو مياشتو نوی نړيوال ریکارډ جوړوي

XS
SM
MD
LG